
له نصراني راهب سره د ابوبکر باقلاني(رح) مناظره
أبوبکر باقلاني(رح) د خپل عصر امام او له سترو علماوو څخه شمېرل کېده، نوموړی په ٣٧١ هجري کال کې د عراق پاچاه په قسطنطنیه کې له نصاراوو سره د مناظرې لپاره انتخاب کړ.
کله چې د روم پاچاه د نوموړي په راتګ خبر شو؛ نو خپلو اتباعو ته يې امر وکړ چې دروازه له اوږدوالي څخه را مختصره او وړه کړي، تر څو دی د ننوتلو پرمهال سر ټيټولو ته اړ شي او د پاچاه حضور ته د رکوع په هیئت داخل شي او د پاچاه او ناستو کسانو په وړاندې ذلیله شي. أبوبکر باقلاني رح چې کله راغی او د پاچاه په دسیسه پوه شو؛ نو يې د مخ په ځای څټ د پاچاه خواته وګرځاوه او د رکوع په هیئت د پاچاه حضور ته د شا لخوا ور ننوت. پاچاه دلته پوه شو چې ډېر ځيرک عالم دی.
أبوبکر باقلاني رح ددوی لوی راهب ته مخ ورواړاوه او ورته یې وویل: څه حال مو دی، کورنۍ او اولادونه مو څنګه دي؟
پاچاه په قهرجنه لهجه ورته وویل: ته نه يې خبر چې زموږ راهبان نه نکاح کوي او نه اولادونه لري؟
أبوبکر باقلاني رح وویل: الله أكبر! د حيرانتيا خبره خو داده چې خپل راهبان له نکاح او اولادونو څخه ژغورئ او خپل رب(الله تعالی) ته بیا دا نسبت کوئ چې بي بي مريم يې ميرمن او عیسی (علیه السلام) يې زوی دی؟! (العیاذ بالله)
د پاچاه قهر دوچنده شو او أبوبکر رح ته يې وويل: د حضرت عايشې (رضي الله عنها)د کړنې په اړه څه وايي؟
أبوبکر باقلاني رح: په حضرت عائشې (رضي الله عنها) پوري منافقينو تهمت تړلی وو او په بي بي مريم پوري يهودو تهمت تړلی وو. دوی دواړې پاکې ميرمنې وې، لکن عائشې رضي الله عنها نکاح کړې وه خو اولاد یې نه درلود او بي بي مريم خو له نکاح پرته اولاد پيدا شو؛ نو فیصله پر تاسو! آیا کومه یوه په تهمت ډيره حقداره ده؟ حال داچې دواړې له تهمتونو ډېري لري دي.
د پاچاه قهر نور په لیونتوب بدل شو او له حاضر جوابه عالم څخه يې وپوښتل: ستاسو نبي محمد ﷺ غزا کړې ده؟
ابوبکر رح: بلې هو!
پاچاه: آيا د لښکر په اول صف کې جنګیدلی دی؟
أبوبکر: بلې هو!
پاچاه: آيا کله بریمن شوی دی؟
ابوبکر: بلې هو!
پاچاه: آيا کله یې شکست هم خوړلی دی؟
أبوبکر: بلې هو!
پاچاه: عجيبه ده، هم نبي دی او هم په جنګ کې شکست خوري؟!
أبوبکر باقلاني رح: عجيبه خو داده چې هم خدای دی(عیسی علیه السلام د نصاراوو په عقيده)هم په دار ځړیږي؟! (فبهت الذي کفر)
نصراني راهب: تاسو مسلمانان له یهودۍ او نصرانۍ ښځې سره نکاح کوئ او خپلې لوڼئ بیا کفارو ته په نکاح نه ورکوئ؟
أبوبکر باقلاني(رح): موږ په موسی علیه السلام ايمان لرو؛ ځکه له يهودۍ سره نکاح جايزه ګڼو او په عیسی علیه السلام ايمان لرو؛ ځکه له نصرانۍ سره نکاح جايزه ګڼو. او تاسو کفار زموږ په محمد مصطفی ﷺ ايمان نه لرئ؛ ځکه نو له تاسو سره زموږ د مسلمانو لوڼو نکاح ناجایزه ګڼو.
ژباړه: حسان مجاهد