افغانستان

له نړیوالو موسسو سره ۷ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

شریعت: د کار او ټولنیزو چارو وزرات له ۵ ملي او نړیوالو موسسو سره د فني او حرفوي زدکړو او له یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په برخو کې د ۱۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه لاسلیک کړل.
غونډه پرون د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د نوموړي وزارت د کاري چارو مرستیال محمد زاهد، مالي او ادارې مرستیال دین محمد حقبین، د موسساتو د همغږۍ مسوول حدیدالله وزیري، د موسسو استازو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړي وو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار ي چارو مرستیال محمد زاهد و ویل: د هېواد په بېلابیلو برخو کې ۵۲ د حرفوي زدکړو مرکزونه لرو، چې هر کال ترې د ۱۷ زره څخه تر ۲۰ زره پورې ځوانان فارغېږي او ټولنې ته د خدمت په خاطر وړاندې کېږي.
همداشان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د موسساتو سره د همغږۍ مسوول حدید الله وزیري و ویل، چې د ۵ ملي او نړیوالو موسساتو سره د فني او حرفوي زدکړو او له یتیمانو بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په برخو کې ۷ قراردادونه د ۲میلیونه، ۳ لکه او ۵۲زره او ۲ ډالره، چې معادل یې ۱۶۶ میلیونه افغانۍ کېږي، د هېواد په ۸ ولایتونو: کابل، بلخ، بادغیس،هرات، ننګرهار، لغمان، خوست او نورستان ولایتونو کې به خدمات وړاندې کړي. وزیري زیاتوي، چې د یاد پروګرام څخه به ۸ زره او ۱۰۰ هېوادوال برخمن شي.
د یاد وزارت اداري مرستیال دین محمد حقبین و ویل: دا چې په هېواد کې مو ۴۳ کاله جنګونه تېر شوي دي، هره برخه مو مرستو ته اړتیاوي لري او نوموړي په نړیوالو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مرسته وکړي، اساسي کارونه پکې ترسره کړي، تر څو افغانستان له داسې مشکلاتو څخه و وځي.
حقبین زیاته کړه، دامهال په ټول هېواد کې بشپړ امنیت دی، هره موسسه کولای شي چې د هېواد هرې سیمې ته ولاړه شي او د کار او ټولنیزو چارو وزرات ورسره بشپړ ډول همکاري کوي.
د موسساتو په استازولۍ ضیاء الله ارغندیوال خوښي څرګنده کړه او د کار او ټولنیزو چارو وزرات د ټولې رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې د موسساتو سره همکار پاتې شوي دي.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *