افغانستان

له هېواده د وتلو خبریالانو د راتګ لپاره کمېسیون جوړېږي

د رسنیو د ملاتړ ادارو مسوولین د حکومت له خوا د هغه کمېسیون جوړېدل ستایلي چې پر اساس به یې له هېواده وتلي خبریالان بېرته هېواد ته راستانه شي.د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې رییس هجت الله مجددي وايي، کومې اړيکې چې دوی له رسنیزو شخصیتونو سره لري، د دغه اقدام په پلي کېدو سره یې د بیا راتګ هیلې ډېرېږي.«که دغه اقدام عملي شي، زه باور لرم چې ډېر اغېز به ولري او کولی شي چې د افغانستان رسنیزه ټولنه په کور دننه او بهر سره ښه ونښلوي. دا د هغو خبریالانو لپاره ښه زیری دی چې غواړي بېرته هېواد ته را وګرځي او د خپلو خلکو تر څنګ کار وکړي.»د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې مسوولین هم د دغه اقدام هرکلی کوي او دا د هغو خبریالانو لپاره چې بېرته هېواد ته راګرځي، ښه فرصت ګڼي.«په مجموع کې دا یو ښه ښه فرصت دی د هغو خبریالانو… 5مخ

لپاره چې په بهر کې دي او ویره لري چې خپل هېواد ته ستانه شي. که دا کمېسیون رامنځته شي، دا به یو لوی ګام وي د خبریالانو لپاره.»د رسنیو د مرکز مسوولین وایي، د دغه کمېسیون جوړېدو یوازني هدف د خبریالانو هڅول دي چې بېرته خپل هېواد را وګرځي او خلکو ته پر کور دننه خدمت وکړي.د حکومت د رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني وايي:«لکه څنګه چې د افغان شخصیتونو لپاره د اړیکو کمېسیون شته باید رسنیز شخصیتونو لپاره هم یو کمېسیون رامنځته شي او هغوی را وغوښتل شي او خپل هېواد ته راشي او خپل هېواد په خپلو سترګو وکوري او قضاوت وکړي او په خپل قلم هر څه ولیکي او بیان یې کړي. د کمېسیون په اړه هڅې روانې دي.»تر دې وړاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړ شوی چې سلګونه کسان یې له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *