
له وطن تښتیدلې اوس هم د غلامۍ په ځنځیر تړلي دي
هغه کسان چې په تیر شل کلن دور کې یې خپل ملت ته امتحان ورکړ او بلآخره په امتحان کې یې نتیجه ستره ناکامې را ووتله ، د ملت له خوا منفور او ورټل شول ، اوس په خارج کې د بل روزۍ او لاس ته محتاج ناست دي او گورې ، د یوه خوراک چپس ، برگر او یا هم بل ناچیزه شي د ترلاسه کولو لپاره یو ساعت په قطار کې انتظار کوي .
خو کله چې بیا له کوم تلویزیون سره په بحث کې میلمه او یا هم په مجازي نړۍ (فسبوک ، ټویټر … ) کې سر را ښکاره کړي هر یو داسې خبرې کوي ته به وایي ټول افغانستان د ده تر ولکه لاندې دی او کنټرولوي یې .
کله بیا شیطانې خوبونه ویني تعبیر او اظهار یې د تلویزیون په سکرین کوي او وایي ډیر ژر به بیرته هېواد ته ستانه شو ، بیرته به یې آزاد کړو .
دوی لا هم د غلامۍ په ځنځیر تړلي او د غلامۍ په خوب ویده دي نو ځکه خو افغانستان اوس هم ورته بل واک ښکاري.
گیدړه هم چې کله د بام سر ته وخیژې ځان ورته زمری ښکاري ، تاسې هم د همدې مثال په څیر یٸ ، په میدان کې مو داسې عظیمه ماتې تجربه کړه که مغز مو کار کوي نو هیڅکله د غیرت او شجاعت خبره تر خوله مه باسٸ ، کله چې څوک په غیږ نیونې کې د ځمکې طرف خپل کړې باید خپله تسلیمي قبوله او سر له خجالته خپل گریوانه ته ښکته کړي .
مخکې هم د امریکا غلام وې اوس هم ، تا خپل ولس ته داسې امتحان ورکړی چې وطن ته خو به یا بیخي را نه شي که راشې هم سترگې به دې خړې اوښکته وي.
مخکې دې که امریکا ته سپي مینځل که نه اوس به یې ضرور او خامخا ورته مینځې.
تا له خپل وطن سره وفا ونه کړه سره له دې چې دا چیغې به هم تا وهلې چې وطن د مور حیثیت لري لکن خپل مور وطن دې په پردیو خرڅ کړی وو هغه هم د پنځو روپو په مقابل کې ، نو چې قیصه داسې ده ته به وروسته له دې څه توره وکړې؟
لمړی خو په پردې هېواد کې څوک هم په عزت نه وي که وي هم یا خو به ډیر کم وي او یا به د عزت په نوم هیڅ هم نه پیژني.
تاسې یٸ چې د احمدشاه بابا ، اکبرخان او نورو ریښتینو افغانانو په تاریخ کې د تور داغ په څیر پاته شوٸ.
نور مو په افغانستان کې د خواهشاتو د پوره کیدلو آرمان په خپل جیب کې وساتی ، کوم څه مو چې خوړلي ، وړي او چورکړي همغه به مو د دوزخ په اور دسوځلو لپاره ان شاالله کفایت وکړي.
مه زموږ د حکومت مشرانو ته مشورې ورکوٸ ، نه ستاسې مشورو ته ضرورت لري ، نه د انتقاد وخت درکوو او نه هم د انتقاد حق لرٸ ځکه انتقاد به هغه څوک کوي چې د همدې نظام لاروی وي او قوانینو ته یې ژمن وي ، ستاسې د مشورو او انتقاد تاریخ تیر شوی دی .
لیکنه : سیدیحی عمر