
له چابهار بندر څخه افغانستان ته د غنمو پر لېږد ټینګار
هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو پر لېږلو ټینګار کړی دی.
په ممبۍ ښار کې پرون د هند او مرکزي اسیا د کاري ډلې جوړې شوې لومړۍ غونډه کې د چابهار بندر له لارې د سیمه ییزو اړیکو د پراخولو او ټینګولو غوښتنه هم شوې ده. د چابهار بندر په اړه د هند او مرکزي اسیا د هېوادونو د کاري ډلې یا دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې جوړه شوې وه، د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو پکې ګډون کړی و. د چابهار بندر په اړه د دغې ناستې په ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام لپاره د هند استازي ویلي، له ۲۰۱۸ کال څخه تر اوسه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته دوه اعشاریه پنځه میلیونه ټنه غنم او دوه زره ټنه نوره غله دانه استول شوې ده.