افغانستان

له کابل ښار څخه سلګونه کيلوګرامه بې کيفيته توکي راټول شول

شریعت: د کابل ښار له بېلابېلو بازارنو څخه سلګونه کیلو ګرامه تاریخ تېر او بې کیفیته توکي راټول شول.
د کابل ښاروالۍ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: چې د ښاریانو روغتیا ته د پاملرنې په موخه د ۷مې ناحیې د مسئولينو له لوري له هټیو، لویو پلورونځیو او مال ګدامونو د څارنې په پایله کې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه تاریخ تېراو بې کیفیته توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یادو توکو کې، شېدې، ملايي، نوشابه، چاکلېټ، صابون، شامپو، بیسکویت، چپس، حشره وژونکي مواد، د وینځلو مایع او یو شمېر نور شامل دي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د توکو پېرلو پرمهال د هغو نیټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *