
له کفارو سره د جناب رسول الله (ص) مبارک غزاګانې
کله چې رسول مبارک د مکې د کفارو له لاسه مدینې منورې ته هجرت وکړنو د هجرت په لومړي کال له کفاروسره د بدرغزا چې دا مقام د مکې معظمې اومدینې منورې ترمنځ داوبویوه (څاه ) ده ، را منځ ته شوه ، دا غزا د بدرپه نامه یادیږي
دهجرت په دریم کال د احد غزا را منځ ته شوه په دې غزا کې د قریشو دری زره تنه پرمدینه منوره را ورمېدل اوغوښتل یې چې د بدرپه جنګ کې دخپلو وژل شویوکسانو غچ واخلي محمد (ص) ۹۰۰کسه مسلمانان سره را ټول کړل اودقریشي کفارو مخې ته ورغی، جګړه د احد د غره به لمنه کې ونښته جګړه بیا هم د مسلمانانوپه ګټه ختمېدله خوپه خواشینۍ سره چې دمسلمانوغشي ویشتونکوخپل سنګرونه د غنیمت د لاسته را وړلو لپاره خوشي کړل دښمن له هماغه خوا پرمسلمانانوبیا حمله وکړه ډیر مسلمانان شهیدان اوپه خپله درسول الله مبارک غاښ هم په دې غزا کې شهید شو
د ذات الرقاع غزا : د هجرت په څلورم کال پیښه شوه او په دغه غزا کې دمسلمانانوشمیره ۷۰۰ تنوته رسېده دښمنانوخپل اولادونه پرځای پریښودل اوپخپله وتښتېدل د( ویرې ) لمونځ اود تیمم حکم هم په دې جګړه کې نازل شو.
د خندق غزا : د هجرت په پنځم کال کله چې قریشو، عرب قبایل د رسول مقبول (ص) په مقابل کې د جګړې لپاره وپارول نودغه جنګ چې د احزاب جنګ هم ورته وایې رامنځ ته شو٬ کفارومدینه منوره کلابنده کړه خومسلمانانو ددښمن دمخنیوي لپاره لوی خندق وکېنده چې دا غزا د خندق په نوم یادېږي ، په دې حمله کې د کفاروترمنځ اختلاف راغی ٬ وروسته پرې داسې سخت باد اوتوپان مسلط شو چې خیمې یې ورته ړنګې کړې او بیرته یې له دې محل څخه پښې سپکې کړې په همدې کال د ښځو د عفت ساتنې لپاره د حجاب آیت را نازل شواوپه همدې کال دمسلمانانودرا ټولېدواویوبل سره د لېدو لپاره دبیت الله شریفې حج واجب شو ٬
د حدیبیې تړون : د هجرت په شپږم کال جناب رسول الله مبارک له یو زرڅلورسوه کسانو سره په داسې حال کې چې ټولوجنګ نه غوښت اوخپلې تورې په تیکي کې اچولې وې د حج عمرې لپاره حدیبیې ته را ورسېدل خوقریشود عمرې مسلمان متقاضیان مکې معظمې ته نه پریښودل څوددوی ترمنځ د حدیبیې په نوم سوله ییزتړون رامنځ ته شوه اوبیله له دې چې جنګ وشي له عمرې وروسته مسلمانان بیرته مدینې منورې ته ستانه شول .
د خیبر غزا : دا غزا د هجرت په اووم کال هغه وخت را پیښه شوه چې د مدینې منورې یهودانود جناب رسول الله مبارک له دښمنانو سره لاس یوکړ ٬خومسلمانانودډیروغنیمتونوپه نیولوسره ډګروګاټه .
خیبرد مدینې منورې شمال ته یوداسې محل و چې ښه کښتونه اوټینګې کلاوې یې درلودې اود یهودانو مرکزو .
د مکې معظمې فتحه : د جناب رسول مبارک ترټولو مهمه غزا د مکې معظمې فتحه وه چې په نتیجه کې د مسلمانانوقبله له شرک اوبت پرستۍ څخه خلاصه شوه رسول الله مبارک چې کله دمکې معظمې دفتحې لپاره اراده وکړه نو وفرمایل « نن هغه ورځ ده چې مکې معظمې ته به دهغه له شان سره سمه لویي اوعظمت وربښل شي » په دغه غزا کې مکه معظمه فتحه شوه رسول الله مبارک مکې معظمې ته ورننوت او دری سوه شپیته بتان یې ټول مات کړل اوهربت ته یې په اشارې سره وویل : (جاء الحق و زهق الباطل ) مانا: داچې «حق راغی او باطل له منځه لاړ» دغه بتان یې ټول دمکې معظمې له ودانۍ دباندې را وغورځول بیا مقام ابراهیم ته ورغی اوهلته یې لمونځ ادا کړوروسته یې د زمزم اوبه وچښلې دا وخت داسې انګیرل کېده چې حضرت محمد ص به دمکې له هغه کفارو سره چې ده مبارک ته یې ډیرآزاراو اذیت رسولی و، سخته محاسبه وکړي خوده مبارک په خپل نبوي اخلاقواوعظمت دوی ټول عفوه کړل اوله تقصیراتویې تیرشو په دغه ستره فتح کې د اسلام بیرغ ترټولو لوړورپېد او مسلمانانو ته ستره بریا ورپه برخه شوه که څه هم مسلمانانونه غوښتل چې په مکه معظمه کې د جنګ وشي خو د مکې کفاروجنګ پیل کړو چې هېڅ شی په لاس ورنغلل ، د مکې محاربه داسلام په تاریخونود مکې د فتحې په غزامشهوره شوله له همدې ورځې وروسته جناب رسول الله مبارک د عربو قبایلوته د بتانودماتولوسریې (لښکرې) ولیږلې .
دتبوک غزا : دهجرت په نهم کال پیښه شوه تبوک د مدینې منورې اودمشق ترمنځ یوځای دی ددې جګړې علت دا وه چې رومیان د (هرقل) سره په شام کې را غونډ شوي و غوښتل یې چې پرمسلمانانو حمله وکړي رسول الله مبارک چې ددوی له دغه کاره خبر شو د مکې معظمې مدینې منورې او د عربو له نورو قبایلو څخه یې دیرش زره جنګیالي سره را غونډ کړل دا دمسلمانانو ترټولوسخته جګړه وه ځکه لاره د سپیرو دښتواومیروڅخه تیره شوی وه اوبه نه وې اومسلمانانوبه اوښان حلالول دهغوی غوښې به یې خوړلې اود نس په اوبوبه یې تنده ماتوله خوجالبه داوه چې دوی هلته ورسېدل شل ورځې هلته پاته شول خوجګړه پیښه نشوه٬ د هجرت په لسم کال رسول مقبول ص حضرت علي کرم الله وجهه له دری سوه غازیانو سره د یمن د بني (مذحج) قبیلې ته ورولیږه او ورته وویل :هرکله چې ورسېدې خلک د (طیبې کلمې) ویلو ته را وبوله اوبیا په لمانځه حکم ورکړه ٬ ددوو کسو د لانجې په صورت ددواړو خبرې واوره او بیا د عدالت حکم ورکړه که دوی جنګ نه کاوه ته جنګ مه ورسره کوه خو کله چې حضرت علی کرم الله وجهه او لښکر یې دغه ځای ته ورسېد دوی هم د خپل قوم اوټبرسپین ږیري اومشران سره را ټول کړل حضرت علي رض دوی اسلام ته را وبلل خو دوی په پیل کې اسلام ونه مانه او د جګړې لاره یې خپله کړه ترڅو په جګړه کې بری د مسلمانانو په
برخه شو.
حیا ت الله حلیم