ټولنه اوکلتور

له کفارو سره د مشابهت تحقیق

له کافرانو سره مشابهت په اسلام کې یوه مهمه مسئله ده او ډېر احکام تر دې مسئلې پورې تعلق لري، نو همدا وجه ده،چې کوم کسان د غرب په اخلاقو مینان دي .
نو د دوی لومړۍ هڅه به دا وي چې د اسلام په دې حکم دوی اعتراض کوي کله وايي که چېرې رسول الله صلي الله علیه وسلم په لندن یا امریکا کې په پیغمبرۍ رالیګل شوي وي،نو ممکن چې هغه جامه،لباس او کردار به د هغو خلکو په څېر وو،خو د رسول الله (ص) ناسته ، ولاړه د الله جل جلاله د حکم پر اساس وه د قوم او وطن په پیروۍ نه وه که چېرې بالفرض رسول الله (ص) له لندن یا امریکا رالېږل شوی وي نو لکه څنکه يې چې د مکې ناپوهان اصلاح کړل همداسې به يې دغه اوسني ناپوهان هم اصلاح کړي وي ځکه هغه د الله جل جلاله د امر تابع وو. د قوم او وطن او تهذیب تابع نه وو.
هغه د الله جل جلاله په رنګ رنګ وو او نور خلک يې هم په دې رنګ رنګول ( صبغة الله ومن احسن من الله صبغة ونحن له عابدون ) هغه د مکې د خلکو د کلتور او تمدن او تهذیب پیروي نه کوله،بلکې هغه د ابراهیمي دین پیروي کوله هغه د دې څخه منع کوله او ویل به يې چې دا دې کافرو جامه ده دا مه اغوندئ ، وغیره د نورو داسې کارونو څخه هغه خپله منع کوله چې په هغه کې به د کفارو سره مشابهت راتلی، خو نن زموږ د زمانې کم عقله ډیمکراسان او د ډیمکراسي د مذهب پلویان دا هڅه کوي،چې د مسلمان او عیسايي جامه ، لباس ، کردار او کړه وړه باید یوه وي ، دا په دې خاطر کوي،چې په راتلونکي کې د دوی لپاره لاره پاکه وي، خو په اسلام کې دغه مسئلې ته ډېر اهمیت ورکړل شوي دي،چې له بې شمېره آیاتونو ، حدیثونو ، څخه ثابته ده او په همدې وجه د تفسیر، حدیث ، فقې او عقائدو هېڅ داسې کتاب نشته چې د مشابهت د مسئلې بیان نه وي په کې سوی .
تر دې پورې چې د مشابهت مسئله له اسلامه د اوښتو یعنې مرتد په باب کې راوړي ده،چې مسلمان په کوم شیانو له اسلامه وځي له هغو څخه یوه مسئله همدا مسئله تشبه بالکفار یعنې د کفارو سره مشابهت دی او د دې مسئلې بیا خپلې مرتبې دي او د هرې مرتبې بیا جلا جلا حکمونه دي،چې علامه ابن تیمیه رحمه الله په خپل کتاب اقتضاء الصراط المستقیم مخالفة اصحاب الجحیم کې په پوره تفصیل سره یاد کړي ده او همدارنګه د دارالعلوم دیوبند مهتمم مولانا محمد طیب رحمه الله هم یوه رساله په دې باب لیکلې چې په نام سره د التشبه في الاسلام سره یادېږي، نو دغه مسئله باید په غوره سره وکتل شي او هر مسلمان په دې ځان خبر کړي، ځکه یو حدیث کې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي،چې اسلام په پیل کې غریب وو، بې یاره او مرستندویه وو، هېڅ ملګري يې نه وو .
خو په وروسته کې چې کله د خلافت راشده په زمانه کې اسلام د لمر او سپوږمۍ په څېر په دنیا کې وځلیده او د نړۍ ترکونجونو پورې اسلامي لښکرې ورسېدلې ، خلکو د اسلام ژوند او پرمختګ د ځان لپاره عزت ګڼي او ور وپسې د عباسیه په دور کې د علم او حکمت ، کسب او کار بازار نور هم ګرم شو، چې په هغه وخت کې دغه اروپایان چې نن يې زموږ د زمانې سیکولران په نامه سره فخر کوي یو ناپوه او وحشي قوم و، دوی د مسلمانانو څخه علم ، حکمت او پرمختګ زده کړي،چې تاریخ په دې باندې شاهد دی، چې په دې سبب دوی د پرمختګ په لوري ولاړل او د مسلمانانو پاچاهان د حکومت په نشه کې مست شول .نو په نتیجه کې يې د عیش او عشرت ښکار شول او په خپله بد عملي او بد اخلاقۍ سره يې د مسلمانانو پاچاهان د خپل لاس نانځکې وګرځولې،چې د مسلمانانو ګټلی عزت يې له خاورو سره خاورې کړ او د غربي قومونو تمدن په مسلمانانو کې خپور شو، چې له امله يې مسلمانان هم د دې تمدن په رنګ باندې رنګ شول چې د مسلمان او کافر توپیر پاتې نه شو . د مشابهت په موضوع باندې نور څه هم لرو .
د مشابهت حقیقت
دا چې الله جل جلاله له ځمکې تر اسمانه ټول مخلوق که حیوانان دي او که بوټي او ونې او که غرونه او ریګونه دي.
ټول له یوې مادې څخه پیدا کړي او ټولو ته د وجود له یوه سترخانه برخه رسېدلې ده مګر سره له دې د هر یوه بیل صورت او بېل شکل يې ورکړی د دې لپاره چې دوی یو له بله سره وپېژندلی شي ځکه د بېلوالي او جلاوالي ذریعه یواځې همدا ظاهري بڼه او شکل او ظاهري رنګ دی .
په انسان او حیوان کې په زمري او خره په وښو او ګلانو کې په اشپزخانه او بیت الخلاء کې په بندیخانه او درملتون کې چې کوم بېلوالی دی.
هغه یواځې په ښکاره شکل او بڼه او هیئت پر بنیاد دی، که د یوې نوع یو فرد خپلې ځانګړتیا او بېلوالی پرېږدي او د بلې نوع ځانګړتیاوې غوره کړي نو هغې ته د لومړي نوعې فرد نه ویل کېږي .
بلکې هغه د دریمې نوعي فرد بلل کېږي که یو سړی د نارینه خوی او ځانګړتیاوې پرېږدي او د ښځو خوی غوره کړي د ښځو په ډول جامه واغوندي او د دوی په څېر خبرې کوي حتی چې هر څه ناسته ولاړه د ښځو په ډول کوي،نو هغه سړي ته نارینه نه ویل کېږي بلکې نارينه او ښځې ورته ویل کېږي او سره له دې چې د ده نارینه والی خو په حقیقت کې نه دی بدل شوی بلکې د جامې او شکل او هیئت بدلون راغلی،نو له دې معلومه شوه،چې که په دې مادي عالم کې د هرې نوعې خپله ځانګړتیا او بیلوالي ساتنه ونه شي او د ګډون او مشابهت دروازه پرانیستل شي نو بیا د هغه شتون بیخي له منځه ځي .
د قومونو او امتونو اختلاف
د تېر په څېر د قومونو او امتونو اختلاف دي
لکه څنګه چې د مادي کائناتو اختلاف دی دغه رنګه د دنیا د قومونو د خپل معنوي ځانګړتیاوو او پټ بېلوالي په ذریعه سره یو له بله بېل او جلا دي،مسلمان، هندو ، عیسوي ، یهودي ، مجوسي قومونه سره له دې چې دوی ټول د یوه پلار اولاد دي،خو بېلا بېل قومونه جوړ شوي دي .
د مذهب او دین له اختلافه پرته بل د اختلاف وجه داده چې د هر قوم ټولنه او د دوی خوی او د دوی ژوند جامه او د خوراک او څښاک طریقه بېله او جلا وي سره له دې چې دوی یو الله جل جلاله مني،خو د هر یوه د عبادت صورت او طریقه بیله او جلا وي د عبادت ځانګړتیاوو د ځانګړیو شکلو او صورتونو په وجه یو مسلمان او موحد او بل مشرک او بت پرست وي، دوی دواړه سره بېل او جلا دي یو عیسائي له یهودي بېل دي.
لنډه دا چې په قومونو کې د بېلوالي ذریعه پرته له هغو قومي ځانګړتیاوو نور څه نه دي ترڅو چې دوی خپلې ځانګړې بڼه او هیئت ساتنه ونه شي، نو د قومونو بېلوالی به رانه شي او تر څو چې د هر قوم دیني او ټولنیزې ځانګړتیاوې او شکلونه پرېږدي او د بل پردي قوم ځانګړتیا غوره کړي،نو دا قوم به هرومرو سره ګډوډ او ورکېږي نو پوه شه چې اوس به دا قوم نور نه پاتې کېږي له دې وروسته به په دنیا کې د ده نوم او نښان هم ورکېږي .
د مشابهت پېژندنه
د مشابهت تعریف یا پېژندنه عبارت ده د خپل اصل،صورت،وجود پرېښودل او په پردي قوم کې خپل حقیقت او صورت ختمول یا خپله بڼه او طریقه بدلول او د پردي قوم صورت او خوی خپلو ته مشابهت وايي، نو له همدې وجې شریعت حکم کوي چې مسلمان باید له نورو قومونو څخه په ظاهري شکل او بڼه باید جلاوالی وي، چې هغه جلا والی په لباس ، جامه ، ږيره ، ناسته او لاړه سره راتللی شي ، ځکه دغه علامې په یوه مسلمان کې ضروري دي چې له نورو قومونو پرې جلا کېږي .
خو کله داسې وي چې په یوه علامه باندې هم کار سر ته نه رسېږي مثلاً یواځې په ږيره لرو سره هم مسلمان نه پېژندل کېږي ځکه چې کافر او مسلمان هلکان دواړه ږیره نه لري،نو له دې وجې د اسلام ټولې علامې په خپل ځان کې راوستل ضروري دي تر څو د نورو قومونو څخه په پوره توګه بېل او جلا معلوم شي، خو که چېرې یو کس د خپلو خویو او اسلامي حدودو خیال ونه ساتي، نو هغه کس د یوه آزاد او مستقل اوسېدو ویلو حق هم نه لري، نو له دې وجې له کفارو سره په عقیده او عباداتو کې مشابهت کفر دی او په دیني مراسمو کې مشابهت ورسره حرام کار دی، مثلاً د نصارو په څېر په سینه باندې صلیب ځړول او د هندوانو په څېر نیکټايي اچول داسې مشابهت له شکه خلاص حرام دي، چې په هغه کې د کفر ویره ده ځکه په ښکاره د کفر شعائر غوره کول د هغه سړی د زړه د رضاء علامه ده .
او د مشابهت دوهم قسم که څه هم تر لومړي قسم په درجه کې کم دی مګر د دواړو توپیر د وړو بولو او غټو بولو په څېر دی آیا څوک د وړو بولو په نجاست باندې ځان ککړول خوښوي ؟ هېڅکله نه،نو په عبادات او مذهبي مراسمو کې او په اخترونو کې له کفارو سره مشابهت کول د قران په اشاراتو سره منع دي او په ډېرو صحیح حدیثونو سره ثابت دي لکه حافظ ابن تیمیه رحمه الله په اقتضاء الصراط المستقیم کې په پوره تفصیل سره بیان کړي دي .
درېیم: په ټولنه او خویونو او قومي شعایرو کې مشابهت کول مکروه تحریمي دي مثلاً د یو قوم خاص رنګ جامه کارول چې خاص هغه قوم ته منسوب وي او د هغه قوم استعمالونکي د هغه قوم تن ګڼل کېږي، نو دا ډول مشابهت بیا مکروه تحریمي دی.
څلورم : په صنعت،پرمختګ او د جنګ په سامان آلاتو کې مشابهت له کفارو سره روا دی ، لکه د توپ، توپک ، الوتکې ، موټر ، ماشین یا یو بل شي د هغوی په مثل جوړول روا دي .
یو خو دا په حقیقت کې مشابهت هم نه دی او بل طرف ته اسلام د دې شیانو د ایجاد او جوړولو طریقه نه ده ښودله،بلکې ایجاد او کاریګري يې د خلکو په عقل او تجربه پرې ایښې،خو د دې احکام يې بیا بیان کړي،مثلاً دا کار جایز یا د کسب جائز او روا دی،خو دا بل بیا نا جائز او ناروا دی .
یا د دې استعمال په دې طریقه روا دی او په دې طریقه ناروا دی نو له دې وجې اسلام د مقاصدو ښودنه کوي نه د غیرو مقاصدو! د دې ښه مثال دادی چې موچې څپلۍ جوړونه تا ته نه ښيي ، خو دا درته وايي چې دا څپلۍ داسې پښو کوه یا د دې میخ راوتلی تا ته ضرر رسوي،نو همدغه رنګه اسلام تا ته ایجادات نه ښيي ، خو دا درته وايي چې ایجاد داسې نه وي چې په هغه سره ستا په دین کې زیان راشي ، یا د ځان وېره وي، دا د هغو نويو شیانو حکم دی چې له مسلمانانو سره نه وي او کوم شی چې د مسلمانانو سره موجود وي نو په هغو کې مشابهت بیا مکروه دی لکه چې په یو حدیث شریف کې راغلي،چې د رسول الله (ص) د فارسي لیندۍ کارول منع کړل ځکه چې د فارسي لیندۍ په مقابل کې له مسلمانانو سره عربي لیندۍ موجود وه او دواړو یو کار کوي یواځې په جوړولو کې يې توپیر و، نو په اسلام کې تعصب نشته خو غیرت شته،کوم شی چې له مسلمان سره هم وي او کافر سره هم وي یواځې په جوړولو کې يې فرق وي نو په دې صورت کې اسلام له کفارو سره مشابهت منع کړی چې په دې کې له ګناه سره بې غیرتي هم ده خو نن سبا په مسلمانانو کې غیرت نشته ، هو کومه نوې جوړه شوې وسله،چې له مسلمانانو سره نه وي د مسلمانانو لپاره د هغه نوي وسلې استعمال د خپل اړتیا او دفاع لپاره روا دي، خو شرط دادی چې د هغې په کارولو سره نیت او اراده له کافرانو سره مشابهت نه وي یواځې د خپلې ګټې لپاره د نوې وسلې استعمال روا دي .مثلا ً د شرابو په طریقه که شیدې په ناستو خلکو وګرځوي او ووېشل شي، نو اسلامي شریعت دا منع کړي،نو د شیدو استعمال د شرابو په طریقه له هغو سره د مشابهت په خاطر منع کړي، ځکه په دې طریقه ممکن د ده د شرابو طرف ته میلان پیدا شي،نو همداسې له کفارو سره د مشابهت په خاطر ممکن د ده له کفارو سره مینه او محبت پیدا شي، چې دا بیا ډېره خطرناکه خبر ده، نو لکه څنګه چې ستاسو د خپلو دښمنانو سره مشابهت نه دی خوښ همداسې د الله جل جلاله هم د خپلو دښمنانو سره مشابهت نه دی خوښ او خپل نېک بنده ګان يې له دې څخه منع کړي دي .
له کافرانو سره د مشابهت د نارواولي دلیل
د اسلام دین پوره سپېڅلی او پاک دی د ټولو ادیانو او شریعتونو ناسخ دی،خپلو پیروانو ته اجازه نه ورکوي چې ناقص او منسوخ دین مشابهت غوره کړي د پردو مشابهت غوره کول د غیرت هم خلاف دی که څوک يې لري، لکه څنګه چې د هر دین او امت حقیقت بېل دی دغه رنګه د هر یوه صورت او بڼه هم بېله ده،په نړۍ کې ظاهري شکل او صورت د پېژندلو لاره ده کله چې یو قوم له بل قوم څخه بېلوي نو د ظاهري ژوند په بنیاد بېل ګڼل کېږي .
یو قوم چې د بل قوم ځانکړتیاوې،خویونه او د هغوی صورت او بڼه غوره کړي نو د دوی خپل ځاني قومیت او استقلال نابوديږي او ښکاره خبره ده چې خپل قومیت او خپل شخصیت د بل په قومیت او شخصیت کې نیستي کول سراسر د غیرت خلاف کار دی اسلام یو کامل دین دی.لکه څنګه چې په عقائدو او عباداتو کي مستقل دي د هېچا تابع او پیرو نه دی دغه رنګه اسلام په خپله ټولنه او اخلاقو کې هم ځان ته استقلال لري د هېچا تابع او غاړه ایښودنکي نه دي په هېڅ حکومت کې دا نه ده روا چې د هغه پاچاهي پوځ د دښمنانو د پوځ لباس او بیرغ وکاروي یا دې خپل پوځ له یو ډلګۍ سره د دښمن بیرغ وکاروي کوم پوځ چې داسې لاره غوره کړي له هغه سره د پرېکولو قابل ګڼل کېږي .
دغه رنګه حزب الله یعنې: د الله جل جلاله ډله مسلمانانو ته دا اجازه نه ورکوي چې د حزب الشیطان د شیطان د ډلې هیئت غوره کړي ، چې د ده په لیدلو سره لیدونکي نه پوهېږي چې دا څوک مسلمان دي که کافر یا مثال ته يې فرض که یو ډله له حکومته بغاوت کوي او هغه ډله خپل ځان ته یو بېل نشان غوره کوي،خو د حیرانتیا ځای دادی چې یوه برتانوي یا امریکايي حکومت ته دا حق شته چې د بل هېواد بیرغ یا نشان اختیارول جرم وګڼي .
نو آیا الله جل جلاله او رسول الله (ص) ته به دا نه وي جائز چې د الله جل جلاله د دښمنانو مشابهت د جرم وګڼي ؟
نو بېشکه څوک چې د الله جل جلاله د د ښمنانو په څېر خپل لباس او عادات جوړ کړي هغه د الله جل جلاله د دښمنانو له ډلې بلل کېږي ، نو ځکه اسلام خپلو پیروانو ته اجازه نه ورکوي چې د پرديو جامه او لباس یا عادات خپل کړي، نو لکه څنګه چې اسلام له کفر جلا دي همدغه رنګه اسلام غواړي چې د اسلام پلویان د هم له کفارو
جلا وي .
په اسلامي شریعت کې له کفارو سره مشابهت کول په تعصب سره نه دی بناء بلکې په غیرت او ځان ساتنه سره بناء دي ځکه یو قوم تر هغه وخته پورې مستقل نه شي پاتې کېدلی تر څو يې د خپل قوم ځانګړتیاوې او خویونه نه وي ساتلي ، دغه رنګه د دین اسلام له کفر ، یهودیت ، نصرانیت ، زندیقیته د بېلولو بله لاره نشته ده، چې تر څو اسلامي ځانګړتیاوې نه وي ساتل شي، تر هغه وخته پورې اسلام یو مستقل دین نه پاتې کېږي،ځکه د مشابهت معنی خپل وجود په بل کې نیستي کول دي، نو ځکه الله جل جلاله مسلمانان د داسې کار څخه منع کړی دی. لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا ﴿آل‌عمران: ١٥٦﴾
ژباړه : ای مومنانو د کفارو سره مشابه او ورته مه ګرځئ
ځکه مؤمن د الله جل جلاله دوست او کافر د الله جل جلاله دښمن دي، نو دوست باید له دښمنه بیل وي ، ځکه په دنیوي لحاظ د حکومت د پلوي لپاره دا نه د جائز چې د حکومت د دښمنانو او باغیانو سره ځان مشابه کړي .
نو تر کومه چې کوم کس د یو قوم مشابهت کوي، د دې وېره هم موجوده ده،چې د هغه قوم عادت، خوی او بلاخره عقیده خپله کړي او په پای کې له خپل دین څخه مرتد شي، نو په دې وجه باندې علامه ابن حجر الهیثمي په خپل کتاب الزواجر عن اقتراب الکبائر ، جلد ۱ صفحه ۱۱ کې یو روایت د مالک بن دینار په واسطه له نبي کریم (ص) څخه رانقل کړي،چې فرمايي،په مخکینيو انبیاء علیهم السلام کې یو نبي علیه السلام ته د الله جل جلاله له طرفه داسې وحې راغله چې ای نبي علیه السلام خپل قوم ته ووایه چې زما د دښمنانو د داخلېدو ځای ته مه داخلېږئ او مه زما د دښمنانو په څېر جامې اغوندي او مه زما د دښمنانو په څېر خوراک کوئ او مه زما د دښمنانو په څېر سپرېږئ. یعنې په هر شي کې له دوی څخه بېل او بیزاره شئ ، هسې نه چې تاسو هم زما د دښمنانو په څېر تاسو هم زما د ښمنان شئ.

ترتیب او راټولونه: م.عبدالسلام حنفي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *