
افغانستان
له کندهاره ۳۴۳ ټڼه انګور بهر ته صادر شوي
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې له کندهار څخه د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور پاکستان او هند ته صادر شوي دي.د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې نشراتي مسؤل نورالله نوري د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې سږ کال له کندهارڅخه د پاکستان او هند مارکیټونو ته د ۱۵ میلیونه ۴۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې سږکال صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.