تاریخ او جغرافیهلیکنې

له کړاوونو ډک ژوند !

۱۳۹۷/ لمریز کال خورا له ستونزو، کړاوونو او ناخوالو ډک و، اشغالګرو د فراه په ولایت کې زر ساعته هوايي عملیات اعلان کړی و… ددې عملیاتو زیات تمرکز پر هوايي بمبارونو او چاپو باندې و.
ددې عملیاتو اصلي موخه د مجاهدینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د وېرې، وحشت او ترهي خپرول و.
او دا عملیات د ولایت په ټولو ولسوالیو کې ترسره کېدل، لومړی به سیمه مسلسل د ډرون الوتکو تر څار لاندې وه، کېدای شی دښمن په دا راز عملیاتو کې د کشف او جاسوسۍ د نورو آلاتو نه هم کار اخیستلو خو په ظاهره یې زیات تمرکز زیات تمرکز پر ډرون (بنگنو) باندي و.
کرۍ ورځ به د اشغالګرو الوتکو څار کاوه، ژړی مازدیګر او یا به چې کله د ماښام تیارو خپل څادر خپور کړ نو جنګي جټ الوتکې به را ورسېدلې اود څو دورونو وهلو وروسته به یې پېشنګونه ووهل. وروسته به یې د خپل هدف پر سیمه درانه بمونه وغورځول او د یوه افغان د کلونو خولې، شته او جونګړه به یې د سترګو په رپ کې له خاورو سره خاورې کړل.
دا حالت خورا بوږنوونکی و، باور وکړئ چې کله به د جټو غرهار شونو په کلي کې به د ماشومانو او ښځو یوه واویلا خپره سوه. وګړي به له خپلو مېنو ووتل، تور سرې او ماشومان به په یبلو پښو په کوڅو کې ځغاستل.
شپنۍ چاپې یې تر بمبار هم سختې وېروونکې وې. دا چاپې د پخوانیو هغو په خلاف د شپې په لومړۍ برخه کې اچولې.
اکثره وختونه به یې د بدرګې لپاره په اسمان کې سی ۱۳۰ بم غورځوونکې، بلیک هاک چورلکې، ډرون او جټ الوتکې چورلېدلې…
کله چې به چېنوک چورلکې (ډبډبنې) د چاپې لپاره سیمې ته راغلې نو ددې لپاره چې هدف یې تر یو وخته پټ ساتلی وي نو له داسې سیمو به راتلې چې د خلکو او مجاهدینو پام به نه ورته کېدی چې په دې توګه به په ټوله ساحه کې وېره خپره شوه «تر هغو به د ټولو سیمو وګړي په تشویش کې و چې عسکر به یې ډیسانټ کړل» بیا به د نورو کلیو خلکو لږ د اطمینان ساه واخیستله چې ګویا خبره بل چېرې ده. خو هغه چې د عملیاتو تر ساحې به لاندې و، د کربلا صحنې جوړېدلې…
شپنۍ چاپې چې د خارجي یرغلګرو تر مستقیم حمایت او فزیکې شتون سره به ترسره کېدې، خورا په ډېر قساوت سره به یې د ولسي خلکو سره چلند کاوه.
هر خوځېدونکی موجود به یې په نښه کاوه، سرایونه یي په بمونو الوزول او د چاپې د هدف د ځای انسانان به یې په خورا بې دردۍ په شهادت رسول…
ډېر کله به یې چې څوک په شهادت ورساول نو به یې چېرته په کوم لښتي، توره خونه او یا بل مخفي ځای کې وغورځول.
دښمن به په دا راز چاپو کې د خلکو د کورنو ګاڼې او نور قیمتي توکې هم غلا کول او کله نا کله به یې چې خلک ټینګ کړل نو د ځان سره به یې انتقال کړل.
تر ټولو خواشینوونکې دا وه چې ولسي وګړي به یې ټینګ کړل، اسلحې به یې ورسره کښېښودلې او اعلان به یې وکړ چې په پلانکې شپني عملیاتو کې مو دومره ترهګر ونیول او ووژل. بیا به یې دا خلک د ډېرو روپو په مقابل کې راخوشې کړل او څوک به چې غریب او نادار و، هغه به یې په کلونو زنداني کړ.
چاپه به سهاري مهال یا تر دې وړاندې ماته شوه او د تللو په وخت کې به یې سمۍ ورانی او انفجارات وکړل او له سیمې به وتښتېدل.
حالت به تر دې نور هم هلته ترېنګلی شو چې کله به مجاهدینو جګړه ورسره وکړه، نو بیا خو به یې پر هیڅ موجود ترحم نه کاوه او په سیمه کې به یې ناتار بمبار وکړ…

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *