افغانستان

له ۲۰۵ البدر قول اردو سلګونه سرتېري فارغ شول

شریعت: ۲۳۲ تنه سرتیري تر مسلکي او دیني زده کړو وروسته په بیلابیلو څانګو کې فارغ شول.د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند له تعلیمي مرکز څخه ۱۲۳ سرتېري تر نظامي، مسلکي او فکري زده کړو ورورسته پرون فارغ شول.د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي نذیر احمد شکیب وویل، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دغه تعليمي مرکز مسوول مولوي اسماعیل حمزه، د یادې قول اردو نورو مسوولینو او دیني عالمانو کرامو ګډون کړی وو.
شکېب زیاته کړه، چې د یادو ۱۲۳ سرتېرو له ډلې ۳۰ تنه له ماین پاکۍ ۳۱ تنه د آر سي سي مخابرو له زده کړو ۳۴ تنه د درندو وسایطو له زړه کړو او ۲۸ تنه د موټرچلونې د یوې میاشتنۍ زده کړو تر لاسه کولو وروسته فارغ شول.
نوموړي وویل، چې د غونډې په پای کې فارغ شویو سرتېرو ته د مسوولینو له لوري د فراغت سندونه ورکړل شول.
د یو بل خبر له مخی، د ملي دفاع وزارت اړوند د ملي دفاع پوهنتون څخه ۱۰۹ سرتېري، چې ۸۹ تنه د حرب له اکاډمۍ او۲۰ تنه د برید ملانو له اکاډمۍ په بېلابیلو برخو کې له ۲ میاشتني عقیدوي،نظامي او مسلکي زده کړو له لومړۍ دورې څخه وروسته پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یاده غونډه کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو او سرتېرو ګډون کړی وو.
د ملي دفاع پوهنتون قومندان مولوي عبدالقیوم الیاس په یادو مراسمو کې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکې اسلامي ملي اردو به د هېواد لپاره یوه سرمایه وي، او په هر ډول عصري او ماډرن ټکنالوژۍ به سمبال د هېوادوالو خدمت کوي.
د یو بل خبر له مخې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کشف مدیریت ځواکونو له لوري په هرات کې یو نظامي مرکز ته نږدې ۲ امریکایي راکټونه کشف او ضبط شول.
دغه امریکایي راکټونه، چې له ډیر وخت څخه په یوه لیرې سیمه کې پټ شوي وو، د کشف مدیریت له لوري کشف او اړوند ارګان وسپارل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *