افغانستان

له 207 الفاروق قول اردو څخه سلګونه سرتيري فارغ شول

شریعت: هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د روزنیز له څانګې څخه ۵۰۰ سرتېري له ۳ میاشتو زده کړو وروسته فارغ شول. د دغو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومندان مولوي محمد ایوب خالد فارغ شویو کسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې دغو کسانو ته د ۳ میاشتو په موده کې د نظامي، عقیدتي او محاربوي تکتیکونو برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د سرحدونو او پولو د امنیت ساتل یې له لومړیتوبونو څخه دي. ورته مهال د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د محاربوي تکتیکونو په زده کړو ټینګار وکړ او د مشرانو اطاعت ته یې د اسلامي امارت له اصولو څخه وباله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *