
لوبه، لوبه ده، نه اوبه، غله یا توره!
دا یو روښانه حقیقت دی چې زموږ پر هېواد د پرنګي شل کلن اشغال حتماً زموږ د ډېرو وګړو پر اذهانو څه اغېز پرېښی،ځکه سیاسي، نظامي او مالي ځواک به یې ښايي محدودو ډګرونو او اشخاصو کې کار کړی وي خو تبلیغاتي ماشین یې دومره پراخ او عمومي کار کړی چې آن د یوې شاړې دښتې او غرونو په څوکو او ناوونو کې له ټولو خلکو ګوښی شپون هم نه و ترې خلاص- ځکه خو داسې معلومېږي چې پر لوبو او ساتېریو د ځوانانو بوختول هم د اشغالي دورې هغه حربه وه چې له امله یې د وګړو فکر و پام له ټولو مهمو چارو بل لورته مصروفېدلی شو- په هر صورت زموږ مقصد دا نه دی چې لوبه حرامه یا خامخا زموږ پر زیان ده، بلکې مطلب مو دادی چې لوبه خو بیا هم لوبه او د ژوند د سلګونو فعالیتونو له جملې یو فعالیت دی چې هېڅکله نه په ضروریاتو او لومړیتوبونو کې راځي، نه پام وړ مالي ګټې لري، نه اوبه دي، نه غله او نه کوم ارزښت یا کومه توره- تردې چې زموږ د مبارک دین اسلام په لارښوونو کې هم د ځینو لوبو د تشویق او هڅونې خبرې شوې دي لکه نښه ویشتل، لامبو وهل، آس ځغلول، منډه او داسې نورې- دغه راز زموږ خپلې افغاني دودیزې لوبې هم شته چې د هېواد ګوټ ګوټ کې ټول خلک ورسره اشنا دي. خو دلته اوس بده دا ده چې زموږ د زیاترو افکار او ذهنونه د افراط او تفریط په ناروغۍ اخته دي- دا مانا چې ځینې یې په بایللو دومره خوابدي شي چې وایي خپله رادیو او ټلویزیون یې پر ځمکه ویشتلی وي او ځینې یې پر بریا دومره خوشاله چې د لکونو مرمۍ او پټاکۍ خاورې کړي- ځکه خو لازمه ده چې باید د دغسې بې تولې افراطي افکارو او انګېرنو اصلاح وشي- په کار خو داده چې لوبو ته د لوبو په نظر وکتل شي. یعنې دا څېړنه وشي چې مثلاً دا کرکټ یا نورې لوبې زموږ په ژوند کې څومره اهمیت لري؟ دا یوه کیلو وزن، یو من او که یو خروار دی! موږ باید کیلو په من او من په خروار محاسبه نه کړو بلکې هر یوه ته خپل خپل وزن وټاکو- موږ به حتماً دا منو چې په لوبه کې بایلات د ټول ژوند د مادي او معنوي ارزښتونو بایلات نه دی او همدارنګه د یوې لوبې ګټنه د هر اړخیزې بریا او پرمختګ په معنی نه دی، ځکه خو په دې باب محتاط اوسېدل او په هر حالت کې د خپلو احساساتو ضبط او کنټرول په کار دی.