مقالی اوتبصرې

لومـړۍ نړيـواله جګـړه  او پـر بیـن المـللي نظـم يې اغېـزې

ثناءالله عمران

لومړۍ نړيوالې جګړې د مسلمانانو او اروپايانو سياسي برخليک له ژور بدلون سره مخ کړ او د نړۍ پر سياسي نظام يې هم ژور اغېز وکړ. د عثماني خلافت په‌ شمول درې لویې امپراتورۍ(جرمني، اتریش ـ مجارستان او تزاري روسيه) چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د قدرت د ثقل مرکزونه ګڼل کېدل، په ۱۹۲۰ ز کال کې د نړۍ له نقشې څخه محوه او پرځای يې کوچني دولتونه صحنې ته راغلل. د عثماني خلافت په ګډون د لویو امپراتوريو له سقوط سره د هغوی سياسي رژيمونه هم سقوط شول او ځای يې ډیموکراټيکو رژیمونو ونيو، البته له روسیې پرته چې هلته بلشویکیانو استبدادي کمونېزم ټينګ کړ. په ټوله کې د بین المللي سياست د تصميم نیوني مرکز له اروپا څخه جاپان او د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدل شو.دلته په لنډو ټکو د دغې جګړې اغېزو ته اشاره کوو:

– لومړی نړيوال جنګ د انساني تلفاتو لامل شو: که څه هم په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو لکه جرمني، عثماني دولت، بریتانیا، فرانسې او امریکا متحده ایالاتو له لوري انساني زیانونو په اړه یې سوابق ساتل خو دا چې د بېلابېلو هېوادونو پوځيان او ملکي وګړي په کې ښکېل وو له همدې امله تاریخ لیکونکو ته ستونزمنه ده چې په کره توګه معلومه کړي څومره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په تقربي توګه ويل کېږي چې شاوخوا لس میليونه نظاميان په ‌دې جګړه کې ووژل شول،په دې کې د اتفاق مثلث ته چې په متحدینو مشهوره وو  شپږ ميليونه نظامیان او څلور میلیونه يې د اتحاد مثلث ته چې په متفقينو مشهوره وه منسوب شوي او یوویشت میليونه نور ټپيان شول. اروپا په يوه لويه خرابه بدله شوه. لس میليونه کوچنيان يتمان شول. د ملکي وګړو د وژنې شمېر دیارلس میلیونه ته ورسېد. پنځه ملیونه کونډې يې تر شاه پرېښودې. لس ميلیونه وګړي د خپلو کورو څخه بېځايه شول. درې میليونه هم ورک شول.

– په لومړي نړيوال جنګ کې د جګړې طرز بدلون وموند: دغه مهال د جګړې او د وسلو استعمال په ډول کې بدلون راغی.نوې وسلې توليد شوي لکه  ليرې واټن وشتونکي توپونه، الوتکې، اوبتلونه، ټانګونه، سمي ګازونه … په لومړي ځل له يادو وسلو څخه ګټنه وشوه. لومړۍ نړيواله جګړه د پراخو جګړو پيلوونکې
وه.

– د اروپا او عثماني خلافت په سياسي نقشه کې زيات بدلونونه راغلل: د عثماني دولت، اطريش ـ مجار امپراتوري، تزاري روسيې او جرمني له ماتې وروسته ډېر هېوادونه رامنځته شول. يوګسلاويا، چکسواکيا، پولنډ، لاتويا، ليتوانيا، استونيا د نړۍ په نقشه کې ور زيات شول. ځینو هېوادونو بیا پراختیا ومونده لکه رومانیا او ايټاليا. د عثماني دولت پاشل کېدلو اغېز په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې خورا ډېر وو، له دغه خلافت څخه يوازې اوسنۍ ترکيه پاتې شوه.د حجاز پراخه سيمه ځينې جلا شوه، سوريه او لبنان د فرانسې او فلسطين، اردن او بين النهرين بیا د برېتانيا تحت الحمايه شول.

– د وارسا د قرارداد شرايطو څخه د جرمنيانو ناخوښي: جرمنيانو متحدين تورنول چې د دوی وينې زبېښي او خورا درانه تاوانونه يې ور واړول(د لومړي نړيوال جنګ در رامنځته کولو مسؤليت د جرمني پر غاړه شو،برلین په ارو پا کې ۲۵ زره مايله مربع ځمکه د شاوخوا شپږ ميليونه وګړو سره د لاسه ورکړه،د پوځ شمېر يې یو لک ته را ټيت شو،په پاسفيک بحر، آسيايي او افريقايي مستعمراتو کې يې ټول ټاپوګان او سيمې له لاسه ورکړې، د اوبتلونو، لويو توغنديو او هوايي ځواک له جوړولو منع شول، ټولې الوتکې یې له‌ منځه لاړې او په دې ملزم شو،چې متحدانو ته به د خسارې جبران
ورکوي.

– د فاتحینو خپلمنځي اختلاف نظر: فاتحينو د مغلوبو هېوادنو څخه د خسارې اخيستو پر برابر اختلاف سره درلود، هره یوه هڅه کوله چې ډېر څه تر لاسه کړي،چې همدا د دوی د تفرقې لامل شو. په دې اړه د فرانسې د هغه مهال د بهرنیو چارو وزير کلمانسو خبره ښه صدق کوي،چې ويلي يې وو«موږ جنګ وګاټه اوس باید هڅه وکړو چې سوله وګټو چې دا چاره احتمالاً تر جنګ ګټولو ستونزمنه ده» اختلاف په لومړی درجه کې د امریکا او اروپا د فاتح هېوادونو او دویمه درجه کې د انګلستان او فرانسې تر منځ د ګټو د ټکر له امله رامنځته شوی وو.

ــ د ديکتاتورانو له لوري د قدرت قبضول: د جګړې له امله د رامنځته شويو محدوديتونو او د خلکو په ذهن کې د نه اطمينان تخلیق، د پخواني ټولنيز نظم له منځه تلل، د اقتصادي ستونزو ډېرېدل، د کار خونو د فعالیت درېدل، د کرنيزو مځکو خرابېدو سره بې وزلي او وزګارتیا په هرځای کې د نارامۍ رامنځته کېدو لامل شوه. هغه څه چې دغه وضعیت یې نور هم پیاوړی کاوو، هغه د جګړې په بهیر کې د نویو شتمن شویو او د ټولنو د نورو پوړونو تر منځ ژور توپیر و،چې دغه چاره د کاریګرو، بزګرو او پخوانیو نظامیانو د ناخوښۍ لامل شوه. له جګړې وړاندې ذهينت خلکو له لاسه ورکړی و او په دې باور وو،چې ښايي مستبد او پياوړي رهبران به يې ستونزې ور حل کړي او واک ته رسېدو سره دغه ديکتاتورو مشرانو پر نړيوال سياست باندې خپل پام وړ اغېز پرېښود.

– انزوا  او سياست ته د امريکا ورستنېدل: په بهرني سياست کې د انزوا پالنې(Isolationism) ستراتېژي په دې معنی ده چې يو دولت خپل ډيپولوماتيک، اقتصادي، فرهنګي او نظامي روابط د نورو دولتونو يا سياسي واحدونو سره په بين المللي روابطو کې حد اقل ته را کښته کړي. کله چې امريکا د لومړۍ نړيوالې جګړې په وروستیو کې جګړې ته ور دننه شوه، نو خپلو خلکو ته يې وويل: د دې لپاره جنګېږي تر څو ډيموکراسي او آزادي خوندي او د بل جنګ د راپورته کېدو څخه مخنيوي وکړي. خو له جګړې وروسته ډېر ژر امريکايان دې استنباط ته ورسېدل چې امريکايي سرتېري بې هوده وژل شوي. غوره دا وه چې هېڅ يې په جګړه کې دخالت نه وای کړی. پرېږدئ چې هغوی پردي خپل جنګ وکړي، د امريکا مرستې ته اړتيا نه لري. دا چې امريکا ولې د انزوا سياست غوره کړ ، لامل يې دا و،چې د وارسا سولې قرارداد د سنا له لوري تائيد نه شو او هغه يې له دې امله رد کړ چې په جامعه ملل(ملتونو په ټولنه) کې د امريکا برخه اخيستل شايد په راتلوونکي کې په نورو جګړو کې د دغه هېواد  د ښکېلتيا لامل شي.

– له جګړې وروسته ګمان او نفرت خورا ډېر شو: له لومړي نړيوال جنګ وروسته هيله دا وه چې يوه نوې د همکارۍ، آزادۍ، او سولې دنيا رامنځته شي.خو برعکس نشنلېزم او غچ اخيستنې خورا زور واخيست. جرمني ملتپالو لوړه کړې وه چې د وارسا منفور قرارداد به له منځه وړي او له  لاسه ورکړی قلمرو به بېرته لاسته راوړي. بلخوا فرانسويان د جرمني د جاوطلبۍ اوحرص څخه په ويره کې وه.

– له جګړې وروسته د تاوتريخوالي شتون: لومړی نړيوال جنګ يو داسې ځوان نسل توليد کړ،چې د جنګ په بهیر کې د رشد سن ته رسېدلي وو. په ميليونونو هغه نظاميان چې تاوتريخوالی یې په جنګ کې تجربه کړی و، په ميلیونونو غيرنظاميانو چې څلور کاله يې جنګي روايتونه؛ ملتپاله ويناوې اورېدلې وې د ژوندانه په لار يې اوښتي وې. ډيری هغه جنګيالي چې په کور کېناستل، وسلې او يونيفورم يې پرېښودل او د فقر او بې وزلۍ له امله له تندلارو ګوندونو سره يوځای شول. تر لومړۍ نړيوال جنګ وړاندې ډېری خلکو غوسه او وينه تويول بد عمل ګاڼه، تاوتريخوالی يې يو ډول وروسته پاتې والی ګاڼه او د پرمختګ پر وړاندې خنډ باله. لومړي نړيوال جنګ دغه ټول افکار بدل کړل. تاوتريخوالی يوه عادي چاره وګڼل شوه او حتی هغه يې د سياسي مخالفانو په چلند کې يوه منلې چاره وګڼله. ځکه دغې جګړې خلک ډېر بې ‌رحمه کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button