
لوړو زده کړو وزارت : د عصري نړۍ له معيار سره به علمي نصاب جوړ کړو
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د پوهنتون ډېری استادان پر خپلو ځایونو او دندو پاتې دي او درسونه په عادي ډول جریان لري.نوموړي زیاته کړې، چې بهر ته پر بورسونو ماسټریو او دوکتوراوو ته تللي ۴۵۰ استادان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.د ښاغلي ندیم په وینا؛ د لوړو زدهکړو د لا پیاوړتیا او پرمختګ په موخه به له بهرنیو هېوادونو نور افغان استادان او یا وړ بهرني اشخاص هم هېواد ته را وغوښتل شي.د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر په یاده مرکه کې ویلي، چې هېواد کې د لوړو زدهکړو سکټور د کیفیت ښهوالي او ټولو افغانانو ته د لوړو زدهکړو لاسرسي په برخه کې ګټور ګامونه پورته شوي دي.شیخ ندا محمد ندیم زیاته کړې؛ لوړو زدهکړو وزارت هڅه کوي، چې د اوسنۍ عصري نړۍ له معیارونو سره سم علمي نصاب جوړ او په بېلا بېلو څانګو کې د ماسټري او دوکتورا پروګرامونه پراخ کړي.د نوموړي په وینا؛ تېر کال له ۷۰ د زیاتو پوهنځیو په نصاب بیا کتنه شوې او د عصري نړۍ له غوښتنو سره سم برابر شوی دی.دغهراز په مختلفو کلسټرونو کې د نصاب د پرمختګ او نويوالي په موخه د پوهانو او استادانو له لوري د بېلا بېلو څانګو پر نصاب بحثونه شوي دي.تر څو نصاب کې نوي پرمختګونه ځای او له فعالیت لوېدلي مضامین ترې و ایستل شي او د ټولو شخصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ یو واحد او منظم نصاب رامنځته شي.