افغانستان

لوړو زده کړو وزیر د ښوونیز بهیر د ارزونې په پار پروان ته تللی

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د هېواد شمال ته د خپلو سفرونو په لړ کې پروان ولایت ته تللی او د یاد پوهنتون له مشرتابه، استادانو او محصلینو سره یې لیدلي دي.

نوموړي همدارنګه د مسوولینو له لوري د دغه پوهنتون په اړه د روانو چارو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو راپور واورېد.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د پروان پوهنتون د مسوولینو لاسته راوړنې وستایلې، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او د چارو غوره والي په برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

هغه همدارنګه د پوهنتون مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې له لیلیې څخه د پاتې محصلینو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

هېره دې نه وي، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د بلخ، کندز، تخار او بدخشان پوهنتونونو څخه هم لیدنه کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button