اقتصاد او رغونه

لوګر او پکتیا کې د شاتو مچيو د روزنې توکي ووېشل شول

شریعت: لوګر او پکتیا ولایتونو کې، ۶۵ تنو د شاتو مچیو روزنکو ته د روزنې ترڅنګ د شاتو مچیو اړینې توکي

شریعت: لوګر او پکتیا ولایتونو کې، ۶۵ تنو د شاتو مچیو روزنکو ته د روزنې ترڅنګ د شاتو مچیو اړینې توکي ورکړل شول.
د لوګر د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس مولوی سیدامین هاشمي وويل، چې د شاتو مچیو د ناروغیو او آفتونو

د کنټرول او د شاتو مچیو د صنعت د لا پراختیا او د دغې برخې څخه د ملاتړ په موخه د مالدارۍ ځنځیري ارزښت د پروژې له لارې ۳۰ تنو د شاتو مچیو روزنکو ته د روزنې ترڅنګ د شاتو مچیو اړین توکي ووېشل شول.
هاشمي ﺯياته کړه، چې په تخنیکي توکو کې موم، ګرده ګیر، دستکشې پولینټر، د دانو لوښې او د مچیو د ساتنې ځانګړې جامې شاملې دي.
د یو بل خبر له مخی، پکتيا ولایت کې هم پر ۳۵ کسانو د شاتو مچيو د روزنې توکي وویشل شول.
د یاد ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالروف سعيد وایي، چې د افغانستان لپاره د مالدارۍ زنځيري ارزښت AVC-L پروژې تر چتر لاندې د DAI نړيوال شرکت له لوري په مرکز ګردېز، احمد آباد، سيدکرم او ځاځي آریوب ولسوالیو کې پر ۳۵ مچيو روزونکو د مچيو د روزنې توکي ووېشل شول.
سعيد زیاته کړ، چې په يادو توکو کې ۲۶ کیلو ګرامه موم، ۲۶ دانې د ګردې ټولولو وسايل، ۴۰ د مچيو خوراکي وسايل او يوه جوړه د مچيو روزنې اړوند ځانګړی جامې شامل وو.
د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې يادو کسانو ته د شاتو مچيو ساتنې او روزنې په اړه يو ورځنۍ سيمينار هم ورکړل شوی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *