افغانستان

لوګر کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته ځینې پروژې پلې کېږي

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د محمد اغې ولسوالۍ ښوونځیو لپاره د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې پلې
کېږي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغو پروژو چارې د یاد ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونسیف) په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي چې په بشپړېدو سره به یې نږدې ۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو منظمه زمینه برابره شي.
د نوموړي په وینا په يادو پروژو کې د احاطې دېوالونه، د ژورو څاه ګانو کيندل، په لمریزه برېښنا سمبال د څښاک اوبو شبکې، د عصري او ساده تشنابونه، کانکرېټي کثافت دانۍ او نورو اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلوونکي کې به د ۱۲ نورو ښوونځیو لپاره هم د ودانیو او ۷ نورو ښوونځیو ته د ورته پروژو عملي چارې هم پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button