اقتصاد او رغونه

لوګر کې پر ۳۵ جریبه ځمکه د مېوو بڼونه جوړ شول

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې» پرورګرام (AMP) په همکارۍ د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالی کې د څاڅکي په سیسټم سمبال د مېوو ۳۵ جریبه بڼونه جوړ شول.

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې» پرورګرام (AMP) په همکارۍ د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالی کې د څاڅکي په سیسټم سمبال د مېوو ۳۵ جریبه بڼونه جوړ شول.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ویلي چې افغانستان مناسب اقلیم لري، آن ګاونډي هېوادونه هم نه  شي کولای، چې په دې برخه کې له افغانستان سره سیالي وکړي، افغانستان کې په کافي اندازه اوبه لري، خو که له دغو سرچینو( بشري، اوبه، ښه اقلیم او د خلکو همکارۍ) څخه ګټه پورته کړل، افغانستان به کرنیز ځان بسیایې ته نږدې شي.

په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان ویلي چې د افغانستان په تاریخ کې، د قوش تېپې کانال او نورې لویې پروژې ساری نه لري، چې د اسلامي امارت په دوره کې پیل شوي دي.

د لوګر د کرنې ادارې چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د څاڅکي اوبوخور سیسټم ډېر ګټور دی، ځکه په دې ولایت کې ډېرې اوبه شتون نه لري. په خبره یې، په کرنه او بڼوالۍ کې د اوبو مدیریت د حاصلاتو د زیاتوالي لامل کېږي.

د یادونې وړ ده چې لوګر یو حاصل خېز ولایت دی، چې د بڼوالۍ ترڅنګ په کې د پیازو، الوګانو، روميانو او بانجانو کرکېله هم کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *