افغانستان

لوګر کې په ۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي

د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د نږدې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د ۶ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د نشراتو مسوول صبغت الله نایب خېل وویل، چې دغه شبکې د ارزې ولسوالۍپه سلیم خېلو، چهار قلعه جروبي، جانوکنج راغه، توري خېل، مرغه صادق خېل و نغلک زمان خېل کلیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو او ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.

نایب خېل زیاته کړه، چې د یادو شبکو پرمټ به د دغو کلیو ۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په خروار او څرخ ولسوالیو کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوو شبکو د جوړلو چارې پیل شوې وې.ش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *