
لوګر کې څه باندې ۷۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د یاد وزارت د رهبرۍ د حکم له مخې د لوګر مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو دیني مدرسو ته ۷۱۲ ښوونکي ګومارل کېږي.د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل چې د لوګر ۱۵۹ دیني مدرسو لپاره څه باندې ۷۱۲ نوي ښوونکي پر دندو ګوماري.عرب زیاته کړه چې د یادو بستونو لپاره په مرکز پلعلم کې د پوهنې ریاست له لوري له سلګونه کسانو څخه ازموینه واخېستل شوه.نوموړي همداراز وویل، یاد کسان به په مرکز پلعلم او د لوګر په لرو پرتو ولسوالیو کې په دیني مدرسو کې د ښوونکو په توګه دنده کوي.باید وویل شي چې تېره ورځ د لوګر د پوهنې ریاست مسوولانو سلاموطندار ته په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي و چې تازه یې په مرکز پلعلم او د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې ۶۶ نوې دیني مدرسې پرانېستلي دي.