افغانستان

لوګر کې ۲۲۰ نجونو ته د زده کـړو زمـینه بـرابـره شـوه

د لوګر د پوهنې ریاست لخوا په محمدآغې ولسوالۍ کې د محمدي عالي دارالعلوم د یوې څانګې پرانیستلو سره ۲۲۰ نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي: د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخ آباد د نجونو لېسه کې د محمدي عالي دارالعلوم یوه څانګه فعاله او په کې ۱۲۰ تنو نجونو له اووم څخه ترلسم ټولګي او له دولسم ټولګي څخه نږدې ١٠٠ تنو فارغو نجونو ته په دیارلسم ټولګي کې د شریعت په چوکاټ کې د زده کړو زمینه برابره شوه.
د یادونې وړ ده، چې محمدي عالي دارالعلوم؛ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت کوي او دا یې د نجونو لپاره لومړنۍ څانګه وه چې په محمدآغې ولسوالۍ کې پرانیستل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *