سرمقالې

لویديځوال ولې اسلامي امارت سره پر تعامل ټينګار کوي؟

لویديځوال ولې اسلامي امارت سره پر تعامل ټنیګار کوي؟ د غربي رسنیو اورېدونکو او کتونکوته ډېره ښه معلومه ده چې د اشغال ترخاتمې

لویديځوال ولې اسلامي امارت سره پر تعامل ټنیګار کوي؟
د غربي رسنیو اورېدونکو او کتونکوته ډېره ښه معلومه ده چې د اشغال ترخاتمې وروسته که څه هم دلویدیځ سیاسي مشران اسلامي امارت سره پر تعامل تکراري ټینګار کوي، خو په باوري توګه د لمر په شان ښکاره ده چې له دغه دریځ نه دهغوی اصلي موخه د افغان ولس ترمنځ د خپلو فاسدو او فتنه اچوونکو فعالیتونو پرمخ بیول دي.
ځکه موږ ټول د سر په سترګو وینو چې له نږدې یونیم کال راهیسې یې زموږ د نظام ټینګښت او پېژندنې پر ځای د محاصرو او بندیزونو یولړ نوي ګامونه هم اخیستي اویقین دی چې لانور او نور به هم اخلی. پرته له شکه هغوی داسې تعامل غواړي چې د بشري مرستو په عنوانولو سره په مرکز او ولایاتو کې بېلابیلو چارواکو سره مجلسونه اولیده کاته ولري، هغوی ته هم د مرستو او تعامل ډاډ ورکړي، د هغوی نظریات هم واوري او په دې هیله چې دوخت په تېریدو سره به ځینې موافقین هم و مومي او دا به هم وریاده کړي چې د امارت مشرانو کې ځینې توند لاري او ځینی منځلاري اشخاص شتون لري! موږ غواړو دلته د مسؤلینو پام څو حقایقو ته را واړو: لومړی دا چې تر هرڅه ړومبی لازمه ده چې په لوړه سطحه د بشري مرستو په نامه روان فعالیتونه ښه په غور وارزول شي او دا نتیجه ترلاسه شي چې تعامل او بشري مرستو څومره ګټه او څومره زیان را رسولی؟ دویمه خبره داده چې د یوناما او نورو مؤسساتو سره ملاقاتونه ښه محدود شي، باید یوازې په نړیوال شیطانت باخبر کسان ډېره لنډه کتنه ورسره ولري. او دریم واقعیت دا چې د امارت ګرد سره مسؤلین او عام افغان ملت له هرې لارې و پوهول شي چې یاد خلک له ټول اسلام، ټول امت او په تېره اسلامي امارت سره نه یو وېښته خوا خوږي لري، نه يې پرته له شر او فساده کوم خیر ورباندې پېرزو دی او نه به ترابده له دښمنۍ او شرارته لاس واخلي. څلورم دا چې یاد غلیم همېشه هڅه کړې چې پیاوړي اسلامي حرکتونه په همداسې څو ډلو ووېشي، لومړی یوه او وروسته بله ډله خپلو د سیسو کې راګیر ا وله منځه یوسي خو موږ باید په پاخه ایمان داومنو چې پرېښوونکي د هیچا نه دي. پنځم داچې زموږ د دې ټینګار مطلب دانه دی چې زموږ برحاله نظام کې یو لړ اصلاحات اړین نه دي یا داچې په هر صورت دې له ګردې نړۍ سره په غیر ضروري او نا معقولو دریځونو ټینګار وکړو. بلکې موږ ټول باید د افغان مؤمن او مېړني ولس هرارخیز ملاتړ همېشه له ځان سره ولرو. ځکه یو شمېر غیر ضروري اقدامات نه یوازې خامخا دښمن ته تبلیغاتي مواد په لاس ورکوي، خپله د ملت ترمنځ هم د بېلابېلو دریځونو غوره کولو لامل ګرځي او دا شان د امارت حیثیت کمزوری او د خلکو مخالف معرفي کوي. لڼده داچې ټول افغانان خواص او عوام، حکومت او رعیت باید د دښمن په دروغجنو تبلیغاتوونه غولیږي، خپلې بې سارې قربانۍ له یاده ونه باسي، داعلا کلمة الله د هېواد خپلواکې او ملت د خدمت اوسوکالۍ ارمانونه هېرنه کړي او نه په هیڅ صورت ترې شاته شي. البته ځیني اړین اصلاحات طبعاً داسې شته چې باید مشران یې په اړه اتفاقی پرېکړې ته ورسیږي. تر څوله همدغو موضوعاتو خدای دې نه کړی، کومه داسې ستونزه را ونه زېږي لکه پخواني مجاهدین چې ورسره مخ او د مجاهد ملت ټول ارمانونه یې له خاورو سره خاورې او ټول هېواد او ملت یې په نړۍ کې رسوا رسوا کړ همدا ټکي د زښته ډېر غور او لازمو اقداماتو غوښتونکي دي. خدای تعالی دې وکړې چې په اړه یې هیڅ ډول غفلت ونه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *