افغانستان

لوی درستيز د عمري قول اردو له دوهمې پلې لېوا ليدنه وکړه

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وړمه ورځ د ۲۱۷ عمري قول اړوند عبیده ابن جراح رضی الله عنه پلې لېوا څخه د لیدنې پر مهال د دغې لېوا له مسوولینو او منسوبینو سره لیدلي دي.خبرپاڼه زیاتوي، چې لوی درستیز په دغې لیدنه کې سرتېرو ته لازمې مشورې ورکړي او ډاډ یې ورکړی، چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هېواد په بېلابېلو پوځي مرکزونو کې ګڼ شمېر سرتېري پر عقیدتي، پوځي او نورو زده کړو بوخت او د دین، هېواد او خلکو خدمت ته چمتووالی نیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *