
لوېدیځ زون کې زاړه بانکنوټونه وسوځول شول
د افغانستان بانک د قانون ۳۹ او ۴۲ مادو سره سم او د افغانۍ د زړو بانکنوټونو د سوځېدو په برخه کې د شته کړنلارو پر بنسټ لوېدیځ زون کې د افغانستان بانک د ګمارل شوي پلاوي تر څار لاندې د نهه سوه نولس میلیونه او سل زره (۹۱۹۱۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت راټول شوي زاړه بانکنوټونه له کره شمېرنې او کنټرول وروسته وسوځول شول.
چې د ۱۰، ۲۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو نوټونه شامل وو.د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمداغا، چې د زړو بانکنوټونو د سوځېدو د پلاوي په مشري هرات ته تللی وو ویلي، چې د افغانستان بانک له درېیو میاشتو راهیسې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي او په بدل کې یې زاړه بانکنوټونه له ګردښت بهر کړي او د سوځولو پروسه یې دوام لري.د افغانستان بانک لومړي مرستیال د بانکنوټونو د ژر زړېدو بنسټیز لاملونه په بازار کې د نغدو پیسو کارول، د اداینې د برېښنايي سیسټمونو او اعتباري کارتونو نه کارول، د پیسو په شمېرلو کې د یو شمېر هېوادوالو ناسم چلند او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل په ګوته کړي او له ګرانو هېوادوالو یې غوښتي، ترڅو د افغانیو په ساتلو کې پوره پاملرنه وکړي.د یادولو وړ ده، چې لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه د مالیې او عدلیې وزارتونو، د هرات ولایت امنیتي مسولینو او کارکوونکو، د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو له استازو او اړوندو ادارو څخه د جوړ شوي پلاوي په حضور کې ځانګړو بټیو ته انتقال او سوځول شوي دي.