بېلابېلې لیکنې

ليکوالي څومره مهمه ده؟ حسان مجاهد

انسان ته الله تعالی دتعبیر دوې وسيلې ورکړې دي لومړۍ ژبه او دوهمه قلم، انسان ددغه دوو وسيلو په مټ کولای شي، دهغه څه ښکارندويي وکړي چې دی يې په زړه کې لري.

انسان ته الله تعالی دتعبیر دوې وسيلې ورکړې دي لومړۍ ژبه او دوهمه قلم، انسان ددغه دوو وسيلو په مټ کولای شي، دهغه څه ښکارندويي وکړي چې دی يې په زړه کې لري.

په ژبه او قلم سره تعبیر کول هر يو ځانګړی فن دی او په دې فن کې ځانګړي مهارت ته اړتيا شته. په ژبه سره تعبیر کولو ته عربي ژبه کې تقریر او پښتو کې ورته بیان ويل کيږي، په قلم سره تعبیر کولو ته عربي کې تحرير او پښتو کې ورته ليکوالي ويل کيږي. دلته غواړو چې دليکوالي په اهميت رڼا واچوو.

علامه عبد الفتاح أبو غده رح په خپل کتاب «قيمة الزمن عند العلماء» کې دابن جوزي رح دا خبره راوړې «زما په آند تصنیف تر تدريس غوره دی؛ ځکه په تدريس کې زما څخه يو شمېر زده کوونکي استفاده کوي، اما په تصنیف سره زما له علم څخه ټول هغه کسان چې له ما څخه غائب دي او له ما وروسته نړۍ ته نوي نوي راځي؛ استفاده کولای شي»

د ابن جوزي رح له خبري څخه په استفادې ويلای شو، چې د مسلمان داعي (هغه که عالم، محصل او د رسنيو فعال وي) موخه دمسلمانانو اصلاح، له حق څخه دفاع او باطل په وړاندې مبارزه ده او دا کار دليکوالي په مټ په ښه توګه انجامولای شي؛ ځکه په بيان سره خو به ناست خلک ګټه پورته کړي، اما دليکوال يوه په زړه پورې ليکنه کولای شي دنړۍ په هر ګوټ کې دمسلمانانو احساسات را وپاروي. په اوسني وخت کې د دعوت وسائل ډير پراخ شوي دي، يوازې يو ويب سايټ په لکونو لوستونکي لري؛ ځکه نو ددغه وسائلو په مټ دليکوالي ګټه ډيره پراخه ده.

دا هم بايد وویل شي چې اوسمهال دکتاب له مطالعې سره دخلکو علاقه پرې شوې ده، نن ورځ انټرنيټي او بريښنايي ليکنو ډیر وګړي دکتاب له مطالعې څخه را ګرځولي دي، ديو عرب عالم په خبره په عربو کې دکتاب نه لوستنې سلنه ٪۷۹ فيصده ده. اوسمهال دخلکو ويښتيا او اصلاح بايد دهغه وسائلو په مټ وشي، چې دوي شپه ورځ ورته لاس رسی لري.

نن ورځ تر ډيره حده دليکوالي په برخه کې تشه تر سترګو کيږي، له يوې مدرسې او ښوونځي څخه په کال کې زرګونه فارغینو ته که ديوې مقالې دليکلو کار ور له غاړې شي؛ نو دې کار ته که ته دګوتو په شمېر کسان آماده و، پاتې نور په ليکوالي کې مهارت نه لري.

دليکوالي په برخه کې دپياوړتيا لپاره باید لاندې کارونه په پام کې ونيول شي.

۱_ د مدارسو او مکتبونو ښوونکي بايد خپلو شاګردانو ته په اونۍ کې ديو مضمون ليکلو کار سپاري، تر څو دوی له وړوکتوبه له ليکوالي سره بلد شي او په راتلونکي کې هر يو پياوړی ليکوال جوړ شي.

۲_ په مياشت کې يو ځل دليکوالي په اړه سيمنار جوړيږي، دليکوالي په اهميت عامه پوهاوی ورکړل شي، د ليکنو پر سر امتيازات تعين شي او په مياشت کې دهر ليکوال ليکني دمدرسې يا مکتب په ديوال را ځوړندي شي. دا ډول کار دکراچۍ په يو مشهوره مدرسه کې هم کيږي چې ماته په نظر ډير ګټور معلوم شو.

۳_په معاصر نصاب کې باید دليک لوست، املاء او دپښتو او فارسي ژبې ګرامر کتابونه درج شي، تر څو دا کار دليکوالي په برخه کې د مثبتو بدلونونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

 داهر څه ددې لپاره چې ټولنه مو په غیږ کې داسې ليکوالان ولري چې د اسلامي امت پوره رهنمايي وکړي او د معاصرو راپورته شویو فتنو او ګمراهيو مخه ونيسي، له داسې ناخوالو سره بيا مخ نشو چې دليکوالي دنه موجوديت په خاطر ښه با استعداده او پوه کسان خپل علم له ځانه سره قبر ته یوسي او څوک ترې استفاده ونه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *