افغانستان

مارټین ګرفټس: نړۍ باید له افغانانو سره د مرستو ژمنې عملي کړي

په بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګرفټس پرون ناوخته د ایران په پلازمېنې تهران کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې نړۍ باید له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کړې ژمنې عملي کړي. نوموړي ویلي چې مرسته کوونکو هېوادونو وړاندې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به ۴.۶میلیارده ډالره مرسته کوي او په خبره یې، اوس یې وخت دی چې دغه ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حالت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *