ټولنه اوکلتور

ماشوم ته مو لوړې هیلې ورکړئ

ماشوم د قانون له مخې هغه څوک دی چې اتلس کالونو څخه ښکته عمر ولري مګر د دې پېژندنې ور هاخوا ماشوم یا ماشومتوب د ژوند هغه دوره ده چې د ویلو لپاره ډېر رازونه په کې نغښتي دي يا پر بله ژبه دې تر دې کچې حیرانونکې ده چې ماشوم پوهنه دې علومو یوه څانګه وبلل شي.
په هر حال ماشوم څومره حساس مزاج لري، پسرلی او ماشومتوب څومره نږدې ځانګړنې لري،  په ډېر کم وخت کې لکه د څوړموندوني هوا د اورښت او لمر یا ژړا او خندا دواړه اندازه لري دې تر څنګ په عمر په دې پړاو کې ځغاستل ،غورځېدل ،چغېدل او نور هغه ګډ ټکي دي چې د ماشومتوب او پسرلي تر منځ يې شريک بللی شو ،دوی تر نورو دې فزيکي فعالیت له مخې فعال دي،ښه فکر لري، د هر نوي شي په اړه زیاته پلټنه کوي او څرنګه چې جسمي او فکري ودې پر حال کې دي ډېر ژر له چاپېريال څخه  متاثره کيږي.
ماشومان د نورو موجوداتو خلاف د عمر د تقاضا له مخې تر ډېره وخته د مور او کورنۍ سره تړلي دي ځکه نوموړي تربيت ته اړتیا لري,َښوونه او روزنه هغه چاره ده چې زیات  وخت اخلي نو له همدې اړخه کورنۍ مسولیت لري چې دې ماشومانو کړه وړه وڅاري، مشوره وکړي، د متقابل درناوي په لرلو سره په نېکه رویه د نيمګړتياوو په لېرې کولو کې مرسته ورسره وکړي، ماشومانو زموږ دې کړو وړو هينداره ده؛نه دې هغه ویناووچې موږ یې دوی ته وايو دا څه موږ دې ته متوجه کوي باید هغه څه ترسره نه کړو که هغه په کور ،ښوونځي او یا په ټولنه کې وي چې دې ماشومانو شخصیتونه پرې زیانمن  نه شي.
دې ماشومانو سره مرسته وکړئ چې   پر ځان باور وکړي ،دې خپلو وړتیاوو څخه ګټه واخلي ، اوس پوښتنه داده چې موږ ولې ماشومانو  ته د اتلانو اتلولۍ وایو ،افسانې ، خیالي کیسې او یا ادبیات ورته وړاندې کوو  یا نورې دې تکنالوژی په برکت دې دوی  جوړ شوي پروګرامونه ورته ښايي ترڅو د دوی فکري ځواک په خوځښت راشي، پر ځان یې ډاډه کړي، لوړې هیلې راو ټوکوي او لنډه دا چې ووايي زه يې ترسره کولی شم او ترسره به یې کړم .
دې لوړو هیلو ورکړه په دې مانا چې شخصیتونه يې جوړ شي څرنگه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه چې د ماشومانو شخصیتونه د کورنۍ ،ښوونځي او ټولنې د کړو وړو څخه په اغېزمنتیا جوړيږي مګر  ټول وګړي د پورته یاد شويو ځایونو څخه متاثره کيږي مګر شخصیتونه جوړېدی نشي ځکه دوی تربيت اړتیا لري د ياد څه په رڼا ک دوی ځان ته  اخلاقي معيارونه ټاکي او دې غوره شويو معيارونو سره په سمون کړنې ترسره کول د لوړو هیلو د ټوکېدلو
لامل کیږي.

حبیب الرحمن رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button