دینې لیکنې

ماضي په حال کې د باطلو ډلو ټپلو منابع وچول!

حضرت علي کرم الله وجهه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د محبوب تره ابوطالب او فاطمه بنت اسد زوی، د فاطمه الزهراء خاوند او د حسن او حسین رضی الله عنهما پلار و. نوموړی له بعثته ۱۰ کاله وړاندې ژوند کړی و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب چې وفات شو، ابو طالب یې پالنه کوله، خو کله چې هغه د ځوانۍ پړاو ته ورسېده، د ابوطالب اولاد زیات و، نو علی کرم الله وجهه له نبي عليه السلام سره اوسېده او هغه یې هر ډول پالنه او روزنه کوله. کله چې په رسالت سره ونازول شو، لومړنی ماشوم چې ایمان یې پرې راووړ، د هیچا پروا یې هم و نه کړه. (رضی الله عنهم)
علي کرم الله وجهه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری و؛ ځکه یې د مکې د مشرکانو له خوا ټول ورسېدونکي مشکلات ومنل او یو وېښته هم له اصولو نه کږېده. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې هجرت کولو د هغه پر بستره باندې ویده شو، چا ترې وپوښتل، په هغه شپه خوب درتلو، په داسې حال کې چې د قریشو مشرک ځوانان د دروازې په مخ کې درته ناست وو. نو هغه ځواب ورکړ چې ځکه ښه خوب راغی، چې نبي علیه وسلم راته ویلي و، زما په بستره ویده او بیا امانتونه خلکو ته ورکړه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا رښتیا وي، هغه دروغ او له ځانه جوړې خبرې نه کوي!
علي کریم الله وجهه چې د خلکو امانتونه ورکړل، بیا یې مدینې منورې ته هجرت وکړ، چې د جهاد اجازه وشوه، په ټولو غزاګانو کې یې ګډون وکړ، یوازې په تبوک غزا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځایناستي په توګه پاتې شو. د هغه له رحلته وروسته د دریو واړو راشدو خلیفه ګانو ملاتړی و، له هغو سره یې د مسلمانانو د خدمت لپاره اوږه په اوږه خدمت کاوه. کله چې دریم خليفه عثمان رضی الله عنه د باغیانو له لوري کلابند شو، خپل زامن (حسن او حسین رضی الله عنهما) یې د پیرې لپاره ورواستول، هغه د نورو ملګرو په موجودیت کې پيره کوله، ولې باغیانو د خلیفه کور د شا له خوا سوری او هغه یې شهید کړ. رضی الله عنه
حضرت علي رضی الله عنه چې خلیفه شو، د مسلمانانو په خپلو ځينو جنګونو کې ونښت او دا مهال ځينې یاغي او باغي ډلې را پيدا شوې، چې امیرالمؤمنین هم له هغو سره ونښت او فتوحات یې ډېر و نه کړل او له سترو سوبو پاتې شو.
چې علي کرم الله وجهه له فتوحاتو ایسار شو، یوه د نهروان پېښه وه. نهروان د بغداد او حلوان ترمنځ ځای دی. د صفین په جګړه کې د علي رضی الله عنه مخالفانو مصحفونه په نېزو کې اوچت کړل، دواړوو خواوو په دریمګړیتوب اتفاق وکړ، په دې کې خوارج راپيدا شول او د پرېکړې خلاف یې دا شعار پورته کړ: «لا حکم الا حکم الله» شمېر یې ۱۲ زرو ته رسېده او مشر یې عبدالله بن … و. سیدنا عبدالله بن عباس رضی الله عنهما مناظره ورسره وکړه، خو هغوی قانع نه شول. علي رضی الله عنه ټولې هڅې وکړې، اما هغوی نه منلې او بالاخره په نهروان کې جګړه پیل شوه چې د هغې په پایله کې خوراج مات او سوبه د علي رضی الله عنه په برخه شوه. خو خوراج هم له هماغې ورځې تر ننه پورې راپاتې دي او هر وخت یې له بېلابېلو نومونو د اسلام په ضد کړنې ترسره کړې دي.
د اسلام دښمنانو (خوارجو) قسم یاد کړ، چې موږ به له څلورم راشد خلیفه څخه غچ اخلو او چا چې دریمګړیتوب منلی، هغوی به وژنو. یوه ورځ د کعبې خوا ته څو خوارج ناست وو، مهالوېش یې برابر کړ او د حکمیت منونکو پسې شول. د علي رضی الله عنها قاتل، چې بدمرغه عبدالرحمن ابن ملجم و، کوفې ته ولاړ او د سهار د لمانځه پر مهال یې هغه په خنجر وواهه او ټپي یې کړ، چې له هغو ټپونو څخه په شهادت ورسېده.
د څلورم راشده خلیفه له شهادته وروسته د هغه مشر زوی حضرت حسن رضی الله عنه خلیفه شو، هغه خواوشاه شپږ میاشتې خلیفه و، بیا یې له معاویه رضی الله عنه سره په ځينو شرائطو روغه جوړه وکړه. د رسول الله صلی الله علیه سولم وینا رښتیا شوه، خلافت ۳۰ کاله و. (ترمذي) او بله دا چې زما د دې زوی په واسطه به د دوو مسلمانو ډلو ترمنځ سوله راځي. (کتب النصایح) اوس د افغانستان اسلامي امارت ته لویه دنده ورسپارل شوې، هره هغه ډله ټپله چې له اهل السنة والجماعة څخه مخالفه وي، د هغه له منځه وړل یې وجیبه او دنده ده.
د اسلامي امارت لوړپوړیو چارواکو ته په کار دي چې د اهل السنة والجماعة له اصولو مخالفین وځپي؛ ځکه د نهروان د خوراجو په څېر خوراج زموږ په هېواد کې شته چې ډول ډول فتنې خپروي، د اهل السنة علماء شهیدانوي، که نه په ګران ټاتوب يکې اهل السنة والجماعة او اهل تشیع په لسګونو کلونو ژوند سره کړی او ترمنځ یې کوم مشکل نه دی پېښ شوی، تل لکه د یوکور اعضاء داسې سره اوسېدلي. ولې د ګډوډي په مهال د استاذ رباني د واکمنۍ په وخت کې شیعه ګانو د عبدالعلي مزاري په څوکیدارۍ هغه څه وکړل چې چنګېز، انګرېز، ګوډ تېمور او شووریانو هم نه وو کړي.
همداراز د اشغال په شل کلن مهال داعش په افغانستان کې راپيدا شو، فلسطین یې یهودي سفاکانو ته پرېښود، د افغانستان هستوګن یې راونیول، چې تاسو بدعتیان یاستئ، مشرکان یاستئ او د حماس مجاهدین یې هم په رنګارنګ نومونو ونومول، ولې اوس څرګنده شوه، د یهودو ګوډاګیان څوک دي؟ د دې عصر خوارج او که د حماس مجاهدین؟ د حماس مجاهدین د اسلام په لاره کې جنګېږي او داعش د خپلو سلفو (خوراجو) غوندې د ابلیس په لاره کې جنګ کوي!
د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو ته په کار ده چې په هر میدان کې د داعشیانو او د هغو د حامیانو سرچینې وربندې کړي؛ ځکه دوی د خپلو پخوانیو په قدم روان دي او خورا خطرناک دي. په ټول هېواد کې بدامني خپروي، شیعه او سُني هر یو وژني او دا خپله نېکمرغي ګڼي او د هغه په مرګ کې خیر او سعادت ویني.

محمد علی عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *