دینې لیکنې

ماضي په حال کې د قرآن کریم درسونه؛ د امارت مسؤلیت دی!

حضرت عثمان رضي الله عنه د عفان زوی دی، کنیه یې ابو عبدالله او ابوعمر، لقب یې ذی النورین دی، مور یې اروی بنت کریز نومیده، نوموړې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترور وه او په خپله عثمان بن عفان د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوم هم و. د هغه دوې لوڼه یې یوه په بله پسې په نکاح کړې وې. عثمان رضي الله عنه د بنو اُمیه کورنۍ سره تړاو لرلو چې په قریشو کې د لوړ مقام او منزلت څښتان وو. عثمان رضی الله عنه له لومړنیو مسلمانانو څخه دی، چې اسلام یې راوړی دی.
عثمان رضي الله عنه د مکې د مشرکانو له خوا ډېر کړاوونه وګالل او حبشې ته یې هجرت وکړ، له بدره پرته په ټولو غزاګانو کې حاضر و، د حدیبې د صلحې په مهال مکې مکرمې ته لاړ، په مدینه کې یې د مسلمانانو د اوبو د کمښت لرې کولو لپاره څاه واخیستله. ډیرې صدقې یې ورکړې او زیات مجاهدین یې مجهز کړل.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم رحلت وکړ، د دواړو راشدو خلیفه ګانو ملاتړی و، له هغوی سره یې مرسته کوله. چې دوهم راشد خلیفه ټپي شو، شپږ کسیزه شوری یې جوړه کړه، هغې شوری عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ته واک ور وسپاره، نوموړي له اهل الرأی څخه پوښتنې وکړې او په پایله کې حضرت عثمان رضي الله عنه د خلیفه په ډول وټاکل شو، هغه نبوي مسجد ته راغی، وینا یې وکړه او خپله تګلاره یې په کې واضح کړه.
عثمان رضي الله عنه د مخکینیو راشدو خلیفه ګانو فتوحاتو ته ادامه ورکړه، ډېرې سیمې یې ونیولې او فتح کړې، د اسلام لمنه پراخه شوه، ډېر عجم په اسلام کې داخل شوو، د قرآن کریم د لوستلو په اړه د مسلمانانو ترمنځ اختلاف راغی، عثمان رضي الله عنه یو هیئت تشکیل کړ او څو مصاحف یې وکښل او چې له چا سره نور موجود وو؛ هغه یې وسوځول. ولې له بده مرغه چې دا حیاناک خلیفه د باغیانو له خوا کلابند او بیا په داسې مهال په شهادت ورسول شو، چې د علي کرم الله وجهه، طلحه رضي الله عنه او زبیر رضي الله عنه زامن د هغه د کور په دروازه کې پیره کوله. خو باغیانو د شا لوري کور سوری او دریم خلیفه یې شهید کړ. (۳۶هـ) د یادولو وړ ده چې باغیانو مدینه کلابنده کړه، لوی اصحابان یې له ګواښ لاندې ونیول، یعنې هغوی ته یې وویل چې خلیفه را وټاکئ، بیا هماغو باغیانو علي کرم الله وجهه خلیفه وټاکه، نوموړي خلافت ومانه، ځکه چې د خلافت حقدار هم و.
باغیانو ډېر زیات کوښښ وکړ چې دریم خلیفه عثمان رضی الله عنه خلافت پریږدي خو خلیفه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې ویلي و: «یا عثمان ان الله عزوجل عسی أن یلبسک قمیصا، فأن اراد المنافقون علی خلعه فلا تخلعه..».
ژباړه: عثمانه! ښایي الله جل جلاله یو کمیس درواغوندي، نو که منافقانو له تا د هغه دوېستلو ارده وکړه هغه مه باسه…! [ترمذي ۳۷۰۵] سیدنا محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دا خبره هغه ته درې وارې تکرار کړه.
د ستر پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له زوم (دریم خلیفه) څخه باغیانو په تکرار دا غوښتنه کوله چې له خلافته لاس په سر شي، ولې هغه دا غوښتنه رد کړه او نبوي وینا یې رښتیا کړه.
دریم راشد خلیفه قرآن کریم د مسلمانانو له اختلافه وساته، ویې لیکه او نور ټول یې د لویو اصحابانو په شتون کې وسوځول. که هغه په خپل وخت داسې ګام نه وی پورته کړی، نو اوس به د یهودو او نصاراو د کتابونو غوندې زموږ کتاب هم ګډوډ شوی و.
اوس واک او ځواک د اسلامي امارت په لاسو کې دی، لازم دی چې له هر دیني مرکزه د قرآن کریم اواز واورو، که هغه لوی مرکز وي باید هلته د قرآن کریم ترجمه وشي، د کتاب الله تفسیر وشي، له هر دفتره مدرسه جوړه شي،ځکه په شل کلن اشغال کې هیڅ هم نه دي شوي، له مدرسې سره د یهودو غوندې دښمني شوې ده. په ساینس او ټکنالوژي کې ښه تکړه وي، خو له اسلامه نا خبر وي، دومره ساده او بسیطه پوښتنه به وکړي یا یې له خولې دومره عجیبه ناپړیته ووځي چې هغه د څلورم ــ پنځم ټولګي د دنیات په کچه وی!!
له هر دفتره باید مدسه جوړه شي، ځکه د دین په لحاظ د کارمندانو سویه بیخي صفر ده، له هر څه مخکې لمونځ ورته پکار دی، زما د دفتر ځينې ملګري ناست وي، جماعت وشي، وروسته بیا لاړ شي الله ښه پوهیږي چې لمونځ کوي که زاړه یاران ګوري!! باید دوی ته لمونځ او د د اداء کولو طریقه ور زده شي، بیا داسې په ترتیب سره مخ په وړاندې لاړ شي.
د عقائدو په اړه پوره معلومات ورکړل ي، ځکه د ډېرو عقیدې ناسمې دي. له هر څه وړاندې د عقائدو زده کول لازم دي. چې عقیده یې خرابه وی له هغه کارمنده څه نه جوړیږي! هغه د اسلامي امارت په کارونو کې هم اخلاص نه کوي او له ټګي بره ګي کار اخلي!
د افغانستان اسلامي امارت دا دنده لري چې په ټول هېواد کې د مدرسو جال خپور کړي، علماء کرام په مدرسو کې په تدریس بوخت کړي، په ښوونځيو کې یې په معلمي وګوماري، ښه لوړ معاشات ورکړي، د ولایاتو له مرکزونو او له پلازمینې لرې یې په اطرافو کې د قرآن کریم په تدریس بوخت وساتي، یو زده کوونکی په داسې روحیه وروزي چې امامت هم کولی شي او د ادبیاتو، اجتماعیاتو او سایسني علومو درس هم ورکړل شي. له زده کوونکو هم ملا[ددین عالم] جوړ کړي او هم د ساینسي او عصري علومو معلم.
ټولې دندې په مراکزو او پلازمینه کې اخستل دا تاوان لري، چې اطراف جاهل پاتې کېږي، حکیم الله جل جلاله دا امانت د دوهم ځل لپاره راباندې لورولی، د امارت چارې یې راسپارلې چې باید د اداء کولو چارې یې هم په احسنه طریقه سره وي؛ ځکه امارت زموږ ټولو امانت دی!

لیکنه: محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *