دینې لیکنېلیکنې

ماضي په حال کې د پيرې او رباط فضیلت

حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه د قریشو له بنو زهره کورنۍ څخه و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګرانې مور له کورنۍ بنو زهره څخه، چې له هجرته ۲۳ کاله مخکې زوکړی و، ۳ یا ۷ کس و چې په اسلام مشرف شو، له هغو لسو تنو څخه وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندینې د جنت زېری ورباندې وکړ او له هغو شپږو کسانو و چې امیرالمؤمینین عمر رض د خلیفه لپاره وټاکه، لومړنی مسلمان و چې توره یې راووېستله، د اُحد غزا په هغه سخت وخت کې یې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه يې دفاع وکړه، هغه غشي ورکړل، ورته ویې ویل: «فداک امي وابي یا سعد» یعنی مور او پلار مې تر تار ځار شه، وله یې!»
حضرت سعد رضی الله عنه د نورو اصحابانو رضی الله عنهم څخه د مکې له قریشو ډېر ظلمونه ولیدل، آن تر دې چې د ده مور هم پرېکون ورسره کړی و،خو ده هم ځواب ورکړ، ورته ویې ویل: مورې! که هر څو ساګانې دې یو په بل پسې ووزې، زه به له اسلام او ايمانه وانه وړم. له هجرته وروسته په ټولو غزاګانو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریک و، په ټولو کې یې خپله توره ځلولې ده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته د راشدو خلیفه ګانو ملاتړی او ملګری و. نوموړی د خلیفه له خوا د فارس قوماندان وټاکل شو، له هغوی سره یې ډېر جنګونه وکړل او مدائن د فارس مرکز، یې په داسې حالت کې ونیو،چې د جمعې مبارکه ورځ وه، د کسری تخت یې تاو کړ، خطبه یې پرې وویله، د کسری بنګړي یې له نورو ولجو سره مدینې ته واستول، امیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه هغه سراقه بن مالک بن جعشم رضی الله عنه ته ورکړل، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له نوموړي سره ژمنه کړې وه!
سیدنا سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه فارس فتح کړ، د هغوی پهلوان رستم فرخزاد د مسلمانانو له خوا ووژل شو، همدارنګه د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه وراره هاشم بن عتبه بن ابي وقاص رضی الله عنه د ایرانیانو روزل شوی زمری یې د جنګ په میدان کې وواژه. (الاصابه: ۶/۴۰۴). په دې اساس فارسیان وډار شول، ځکه زړور مسلمان هاشم بن عتبه رضی الله عنه زمری ټوټه ټوټه په میدان کې خمیره کړ.
سیدنا عایشه رضی الله عنها وايي: د هجرت په لومړیو ورځو شپو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «لیت رجلا صالحا من اصحابي یحرسنی اللیلة». ژباړه: کاش زما له ملګرو څخه یو نېک سړی وای، نن شپه یې زما پيره کړې وای!
ناڅاپه دا مهال موږ د وسلې غږ واورېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «من هذا؟/دا څوک دی؟» ویې ویل: سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «ما جاء بک؟/څنګه راغلې؟» نو هغه وویل: زما په زړه کې د رسول الله په اړه ډار پیدا شو، ځکه راغلم، څو د هغه پيره وکړم. (متفق علیه).
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: «رباط یوم فی سبیل الله خیر من الدنیا». یعنی: د الله جل جلاله په لاره کې یوه ورځ او شپه پيره کول له (ټولې) دنیا غوره دي. (بخاري/۲۸۹۲). هغه فریضه (جهاد) په سنګرو کې د اشغال له خاتمې سره پای ته ورسېده، اما پيره ژوندۍ پاتې وه، باید د الله جل جلاله په لاره کې یوه ورځ او شپه هر مسلمان پيره وکړي، که دا یې وظیفه هم نه وي، څو د یاد حدیث شریف له فضیلته مستفید شي او د هغو مجاهدینو حال هم ورته معلوم شي چې هغوی د شپې او ورځې پيره کوي او نور ټول هېوادوال ویده وي.
عزتمندو مجاهدینو ته لومړی د لویو ثوابونو او اجرونو غوښتونکی یم، بیا څو وړاندیزونه ورته لرم:
– رباط او پيره له اجره ډکه ستره دنده ده، باید په خالص نیت سره ترسره شي.
– په پیره کې باید پېژندګلوي ونه پالل شي، هر څوک باید په اصولي ډول سره تلاشي شي، قوارې او قیافې ته و نه کتل شي. د ښه وضاحت له پاره باید ولیکم: ډېرو دفترونو ته تللی یم، ولې تالاشي او پلټنه ډېره کمزورې وي، څو ورځې وړاندې یوه دفتر ته لاړم، ساتونکو پوښتنه راڅخه وکړه، وسله خو به نه وي درسره؟ ما ورته وویل، نه وسله نه لرم. نو هغوی له تلاشي پرته پرېښودم. دا داسې دفتر و چې ټول مراجعین یې عالمان وو. الله جل جلاله دې نه کوي چې د ترهګري ښکار شي!
– پیره او رباط لویه دنده ده، باید پیردار د کمترۍ احساس و نه کړي، ستر انسان دی، ستره وظیفه اجراء کوي، له توپيره پرته د ټولو غټو او وړو چارواکو تلاشي وکړي.
– د ټولو کارکوونکو چې بکسه او لفافه ورسره وي، په ښه ډول تلاشي کړي، که څه هم د تلاشي بهیر اوږدېږي او په کارمندانو ناوخته کېږي.
– څوک چې تالاشي کېږي هغه هم په ورین تندي باید تالاشي ور کړي.
– همدا مجاهدين پیره داران دي،په یخه یخني کې زموږ پیره کوي او موږ په ارامه ارامۍ خپل خوبونه کوو او د ژوند نورې چارې تر سره کوو.

لیکنه: خالدمشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *