افغانستان

مالیزیا کې افغان سفیر د ټایلرز پوهنتون له بېلابېلو برخو کتنه کړې

په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر د ټایلرز پوهنتون له رییس او ددغه پوهنتون له بېلابېلو برخو کتنه کړې ده.

افغان سفیر نقیب الله احمدي د ټایلرز پوهنتون له عمومي رییس پروفیسر باري وین سره په ګڼو موضوعاتو بحثونه کړي او خپلې تجربې یې تبادله کړي دي.

‏په پیل کې د یاد پوهنتون د رهبرۍ له لوري د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي ته تود هرکلی وویل شو، وروسته د ښاغلي وین له لوري د پوهنتون په اړه هر اړخیز معلومات او پریزنټېشن وړاندې کړ.

‏ښاغلي احمدي په تحصیلي برخه کې د یاد پوهنتون له هلو ځلو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په یاد پوهنتون کې زیاتو افغان محصلینو ته تحصیلي فرصتونه چمتو او وړاندې شي.

‏سفیر، همدارنګه د د ټایلرز پوهنتون مسوولین د هېواد له ځینو پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونونو منلو ته هڅولي دي.

د یادې ناستې وروسته افغان سفیر نقیب الله احمدي د پوهنتون له بېلابېلو برخو روباټیک انجنیرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او نور لابراتورونو څخه هم لیدنه وکړه.

‏د ویلو ده چې ټایلرز پوهنتون په مالیزیا او نړیواله ډلبندۍ کې لوړ ځای خپل کړی ، ډېری محصلین یې نړیوال زدکړیالان دي چې یو شمېر افغان محصلین هم پکې په زده کړو بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button