افغانستان

مالیزیا کې افغان سفیر: مالیزیا دې افغان مامورینو ته ښوونیز پروګرامونه چمتو کړي

د مالیزیا پلازمېنه کوالالمپور کې د افغانستان سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا تخنیکي همکاریو پروګرام مشر ډویورین جیک سره کتلي دي. دغه کتنه چې د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت کې شوې، نقیب الله احمدي د دې هېواد تخنیکي او مسلکي لنډمهاله پروګرامونو کې افغان دولتي مامورینو ته هم د ونډې ورکولو غوښتنه کړې. ښاغلي احمدي ویلي، د افغان دولتي مامورینو د ظرفیت لوړونې لپاره به د مالیزیا له پروګرامونو او تجربو څخه ګټه واخلي. دې کتنه کې ډیورین جیک دې پروګرام کې د افغانانو ته هم د ونډې ورکولو ډاډ ورکړی. په خبره یې، د څانګو له ټاکلو وروسته به خپلو پروګرامونو کې افغان دولتي مامورین شامل کړي. د مالیزیا تخنکي همکاریو پروګرام کې له ټولې نړۍ څخه دولتي مامورینو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي. همدراز دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو هم ټینګار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button