افغانستان

مالیې وزارت د هېواد د مستوفیانو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل کړ

د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه، د مستوفیانو د ظرفیت لوړول او له یو بل سره د هغوی د تجربو شریکول دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د عوایدو او ګمرکونو معینیت په ملي اکاډمۍ کې جوړه شوې غونډې ته د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد وویل چې اسلامي امارت، پر اسلامي اصولو او اساساتو ولاړ نظام دی او هغه نظامونه چې پر اسلامي اصولو او اساساتو ولاړ نه وي؛ له شک پرته له ماتې سره مخ کېږي.
زاهد، مستوفیان د نظام او هېوادوالو پر وړاندې مسئولین وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې عواید او مالیات په شفافه توګه راټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته دې وسپاري.
دغه راز د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس مولوي شېر محمد مشفق، د مستوفیانو پر ځانګړتیاوې خبرې وکړې او د هغوی پر تقوی، صداقت، ژمنتیا، همغږۍ او اعتماد جوړونې یې ټینګار وکړ.هغه وویل چې مستوفیان د مالیې وزارت ممثلان دي او باید له خپلو کارکوونکو سره ښه او له شریعي او اداري اصولو سره سم چلند وکړي او له خلکو سره هم وخت په وخت کتنې ولري.
همدا رنګه، د کندهار مستوفي ملا محمد رفیق او د دایکندي مستوفي مولوي ګل احمد حنفي، د هېواد د مستوفیانو په استازیتوب خبرې وکړې او د مالي چارو د لا شفافیت او د چارو د ښه والي په اړه یې خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.
د افغانستان اسلامي امارت د ۳۴ ولایتونو د مستوفیانو لپاره روزنیز ورکشاپ چې نن پیل شو؛ ټاکل شوې ده د روانې (تلې) میاشتې تر ۲۷مې پورې دوام وکړي او پکې ګډونوالو ته د قانون د تنفیذ، غیر مالیاتي عوایدو، مالیاتي سکتورونو، د مالیې وزارت اړوند قوانینو او کړنلارو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *