افغانستان

مالیې وزارت: د ډبرو سکرو د صادراتو په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

مالیې وزارت وایي چې له هېواد څخه د ډبرو سکرو د صادراتو په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هېواد څخه شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي وه، چې یو میلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول ترې لاسته راغلی و.
اعلامیه زیاتوي چې د روان ۱۴۰۱ کال په لومړیو لسو میاشتو کې له هېواد څخه ۲.۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي چې په دې سره ۱۲ میلیارده او ۸۰۸ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول راټول شوی.
په اعلامیه کې راغلي چې یاد وزارت په ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې او په وینا یې، تر دې وروسته به د تورخم ګمرک له لارې هم د ډبرو سکرو صادرات تر سره کېږي چې تر دې وړاندې یې اجازه نه درلوده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *