افغانستان

مالیې وزارت: ۱۴۰۲ کال د بهرنیو بندیزونو سربېره له لاسته راوړنو ډک وو

مالیې وزارت په یوه خبر کې ویلي چې له بهرنیو بندیزونو سربېره ۱۴۰۲ مالي کال د افغانستان لپاره له مالي او اقتصادي اړخه یو غوره او له بریالیتوبو ډک کال وو.یاد وزارت ویلي، په تېر مالي کال کې د ملي عوایو په رڼه ډول راټولو تر څنګ ملي بودیجه په ګټوره توګه مدیریت شوې او د دولت ټول عادي او پراختیایي لګښتونه د وړم کال په پرتله په ټاکلي وخت اجرا شوي دي. دې وزارت زیاته کړې، چې د ملي بودیجې پر مټ د یو لړ اقتصادي پروژو په پلي کولو سربیره سوداګري هم پراختیا موندلې او په ټولیز ډول د تېر کال په پرتله د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.
ورته مهال د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۲ مالي کال له ګټورو تجربو څخه به په روان ۱۴۰۳ مالي کال کې د ملي اقتصاد د لا پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخه کې ګټه واخیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *