افغانستان

متقاعدین: غږ مو ټولو اړوندو ادارو ته رسولی خو د معاش درک نشته

سره له دې چې د نوي کال هم یوه میاشت په تېرېدو ده، خو لاهم متقاعدینو ته د تېر کال معاشونه نه دي ورکړل شوي. دوی وايي، تېر کال یې خپل غږ ټولو اړوند ادارو ته ورساو، خو د معاشونو د ورکړې په اړه یې هېڅ اقدامات ونه شول. که څه هم مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې په اړه خوشبیني ښودلې، خو یو شمېر متقاعدین بیا هیله څرګندوي چې د معاشونو د ورکړې مسله یې د تېر کال په څېر د کاغذ پرمخ پاتې نه شي. په ورته وخت کې د مالیې وزارت مسوولین هم دا مني چې تېر کال یې متقاعدینو ته خپل حقونه نه دي ورکړي، خو په خبره یې، د دوی لپاره ځانګړې شوې بودجه له مالیې وزارت او اقتصادي کمېسیون پاس او یوازې توشیح ته پاتې ده، چې سږکال به یې د دواړو کلونو بودجې په اړه اقدامات
وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *