افغانستان

متقي: د دوحې غونډې په اړه دې وضاحت ورکړل شي

د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو څخه د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼه لیکلي، د یاد وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د يوناما له مشرې «روزا اتنبایوا» او مل پلاوي سره په کتنه کې د وروستيو ډيپلوماتيکو پرمختګونو، د دوحې راتلونکې ناستې، د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سنيرلي اوغلو پر راپور او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.سرچینه زیاتوي چې امیرخان متقي د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه کړې او زياته یې کړه چې د وضاحتونو په رڼا کې به اسلامي امارت د پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.د يوناما مشرې هم په دې کتنه کې د دوحې د ناستې په اړه معلومات وړاندې کړي او په ياده ناسته کې يې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.ټاکل شوې ده چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د دوحې غونډه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه او ۱۹ مه نېټه تر سره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *