افغانستان

متقي: د سيمې هېوادونه دې د نسخو پر ځای له موږ سره رسمي کار پیل کړي

د مسکو فارمټ ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ او اسلامي امارت د استازو په حضور پیل شوه او يو ځل بيا د غونډې ځینو ګډونوالو له افغانستان سره د «تعامل او همکارۍ» ژمنې تازه کړې، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ ناستې ته ویلي، د ناتعریف شوي همه شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي، هېوادونه دې د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د ا.ا.ا سره هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.امیرخان متقي همداراز ویلي، افغانستان د مشترکو مشروعو ګټو پر بنسټ له ټولو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او هیله یې څرګند کړې چې له دې فرصته دې ټول هېوادونه د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره استفاده وکړي. متقي ویلي: «په تېر دوو کلونو کې موږ د همدې فارمټ او نورو ناستو او فارمټونو په چوکاټ کې سیمې او نړۍ ته د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه اطمینان ورکړی او ژمنه مو ورسره کړې چې د افغانستان اسلامي امارت به د یوه مسؤول حکومت په توګه، اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نړۍ، سیمې او په ځانګړې توګه خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښ شي، دا ژمنه په ښه ډول عملی شوې ده.»
هغه ویلي، اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د خپل حکومت سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنسټونو رغولو سره هم‌مهاله د «اشغالګرو په سیوري کې د روزل شويو فتنه‌ګرو» ډلو پرخلاف مبارزه چټکه کړې.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت پر دې توانېدلی چې په ټول هېواد کې د داعش پټنځایونه په ډېر مسلکي ډول له منځه یوسي او د افغانستان په شمول د ټولې سیمې د امنیت پرخلاف د یوې سترې دسیسې وروستۍ هڅه هم شنډه کړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل :«په تېره شاوخوا نیمه پېړۍ کې افغانستان له ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز ننګونو او په ځانګړې توګه د کورني مشروعیت له بحران سره مخ و؛ علمي او عملي تجربو وښوده چې د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسئلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق و چې زموږ جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.»
ښاغلي متقي ویلي، د دې ادعا ښه بېلګه تېره دوه کلنه حکومتولي ده چې توانېدلي، له بندیزونو او د کوم جهت له مرستې او ملاتړ پرته جنګ ختم او ډاډمن امنیت رامنځته کړی، حکومت یې مرکزي کړی، بودجه یې خپلواکه کړې، له افغانستانه چا ته ګواښ پېښ نه شو، له نشه‌یي توکو سره مؤثره مبارزه وشوه او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې پروژې پيل شوي.متقي زیاته کړه: «په همدې اساس مو د خپلو خلکو د دین، تاریخ، کلتور او خصوصا نژدې سیاسي واقعیتونو ته په پام کې نیولو سره د یوه داسې حکومت بنسټ کېښود چې د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ له دیني او ملي مشروعیت څخه برخمن دی.»
هغه هیله څرګنده کړه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه هم پر دې واقعیت د تایید مهر ولګوي چې په تېرو ۴۵ کلونو کي د ناتعریف شوي همه شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي: «موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي، څو دلته له یوې خوا د شریرو جهتونو لاسونه پرې شي او له بلې خوا د یورو- اسیا سیمې- چې د نړۍ نږدې اویا سلنه نفوس، اکثره شتمني او د انرژي درېیمه برخې سرچینې لري- له ظرفیته د سیمې د ثبات او ښېرازۍ لپاره دله دغه تاریخي فرصته د ټولو په ګټه ډېره استفاده وشي.»
نوموړي همداراز ویلي، اوس په افغانستان کې امنیت راغلی او یوه قوي سیاسي اراده موجوده ده، نو د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان په محوریت د سیمه‌ییز اتصال پروژې تطبیق شي. د ښاغلي متقي په وینا، افغانستان د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست پر بنسټ د سیمه‌ییز اتصال لپاره، که هغه د ټرانسپورټ په بڼه او یا د انرژۍ د لېږد په ډول وي، چمتو دی چې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي څرګنده کړې، له نوو سیاسي انکشافاتو وروسته، اوس د «شمال او جنوب سوداګریز دهلېز» عملي کېدو ته تر بل هر وخت ډېر شرایط برابر دي.متقي دا هم ویلي، افغانستان د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او پانګونې قوي ظرفیت لري او دغه راز اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته چمتو دی،چې د زیربنايي پروژو، انرژۍ، کانونو، زراعت، مواصلاتي لارو او په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ چې ټوله سیمه د افغانستان له لارې په لنډه توګه نښلوي، په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست دغه راز ویلي: «موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي همکاریو په برخه کې د قاچاقبرانو او نورو ورانکارو عناصرو د تګ راتګ د مخنیوي په برخه کې خپل تیاری بیا تکراروو؛ د دغو ګواښونو دفع ډله‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري، موږ په دې برخه کې مؤثرې هڅې کړې دي.»هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت په کور دننه د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په موخه مبارزه کړې؛ خو د هغه په وینا د قاچاق په برخه کې چې د سیمې هېوادونو دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.د ده په وینا، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له ګڼو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د پراخو سیاسي اړیکو او تعامل د پیل شاهد و او په دې اړه د سیمې هېوادونه ډېر مخکښ و، او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړېکو نوی فصل بولي.هغه زیاته کړې، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت ته له دیپلوماتیکو تشریفاتو سره سم سفیر معرفي کړ او اسلامي امارت هیله لري چې نور هېوادونه هم افغان سفیران ومني، څو د دوو اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره موثرې ښکېلتیا ته زمینه برابره شي.متقي ویلي، هر هغه څوک چې له افغانستانه د امنیت او یا هم د نشه‌يي توکو په اړه تشویش لري د «مغرضو کړیو» د تبلیغاتو اورېدو او د دغو تبلیغاتو په استناد او بنیاد د عکس‌العمل ښودوو پر ځای دې خپله افغانستان ته راشي، پلاوی دې راولېږي او هر څه دې له نږدې پر خپلو سترګو وویني، څو چې تشویش یې رفع او اطمنان یې حاصل شي.د مسکو فارمټ ناستې ته د هېوادونو استازو هم د افغانستان په تړاو خبرې وکړې.
‏د مسکو فارمټ ناستې ته د ازبيکستان ځانګړي استازي ویلي چې غربي هېوادونه په مصنوعي ډول د افغانستان منفي تصوير وړاندې کوي.هغه ډاډ ورکړی چې ازبيکستان به له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.
د ازبيکستان ځانګړي استازي هم وویل، دا ډېره ښه ده چې افغانستان د «شمال-جنوب دهلېز» برخه شي.
هغه وويل: «په افغانستان کې بايد د ماوراء النهر برېښنا، سرخان-پلخمري او نورو پروژو په ګډون لويې پروژې پلې شي، ترڅو د افغانستان ملي اقتصاد په بشپړه توګه ورغول شي.»
هغه همداراز، افغانستان ته د اسیا پراختیايي بانک د راتګ هرکلی وکړ.د قرغزستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی طلعت بېګ وايي: «د افغانستان اوسنی حکومت د اسعارو د ارزښت د ساتلو، د تورم د کنټرول او له فساد سره د مبارزې په څېر ښې لاسته راوړنې لري، قرغزستان د یوه سوله‌ییز او با ثباته افغانستان هیله لري. موږ له افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړو.»د ګاونډیو هېوادونو استازو له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې له افغانستان سره اړیکې ټینګې او تعامل کړي.دغه راز ناستې ته د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي وویل چې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ غوښتونکي دي.نوموړي وویل: موږ یوه اوونۍ مخکې خپل سفیر افغانستان ته واستاوه. موږ باید په افغانستان کې حضور ولرو. دا ښيي چې موږ له افغانستان سره تعامل او همکاري غواړو. موږ یو سوله ییز او باثباته افغانستان غواړو.د هند ځانګړي استازي هم وویل چې دوی له افغانستان سره خپلې مرستې او اړیکې ساتلي دي.هغه وویل: «موږ په افغانستان کې څه باندې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې او ۳۵ زره محصلین د هند پوهنتونونو ته جذب شوي دي.»
نوموړي همدارنګه له نشه‌يي توکو او ترهګرۍ سره د اسلامي امارت د مبارزې ستاينه وکړه او زياته يې کړه: «زموږ لومړيتوب بايد بشري مرستې وي.»افغانستان د مسکو فارمټ ناسته کې تر ډېره بریده د هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړ چې دا د اسلامي امارت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه د اسلامي امارت استازو وکولای شو په دې ناسته کې د ګډونکونکو هېوادونو قناعت ترلاسه کړي.د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبيکستان شامل دي.د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نوامبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ور بلل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *