ټولنه اوکلتور

متکبر باچا

د ځینو خلکو له هدایت سره شوق وي، مګر تکبر د دې لامل سي چي د دیني شعائرو له پیروۍ څخه سرغړونه وکړي.
هو، تر بجلکو لاندي د جامو په کښته کولو سره تکبر کوي، د خپل ښایست په ښکاره کولو سره تکبر کوي او د مشرکانو سره په مخالفت نه پرېښودلو سره تکبر کوي.
د هغه له پاره ظاهري ښکلا د الله تعالی له پیروۍ څخه غوره ده.
ځیني ښځي همداسي وي د خپلي ښکلا له پاره حجاب ته اهمیت نه ورکوي، د ورېځو په نرۍ کولو سره د الله تعالی په نافرمانۍ کي مبتلا سي. که چیري څوک نصیحت ورته وکړي، تکبر او سرغړونه کوي.
په داسي حال کي چي د چا په زړه کي د تکبر یوه ذره هم وي، جنت ته به داخل نه سي او هغه تکبر خو پرېږده، چي د هدایت د نه منلو لامل سي. «جبلة بن الأیهم» د غسان له باچاهانو څخه وو، ایمان یې زړه ته داخل سو او په اسلام مشرف سو، بیا یې د مسلمانانو خلیفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته لیک ولیکه او له هغه څخه یې د ورتګ هیله وکړه.
عمر رضي الله عنه او نور مسلمانان په هغه ډېر خوشحاله سوه، بیا عمر رضي الله عنه د هغه په جواب کي ولیکل: زموږ لوري ته راسه، هر حق چي موږ لرو، ته یې هم لرې او هره دنده چي زموږ پر غاړه ده ستا پر غاړي هم ده.
جبله د خپل قوم له پنځه سوه (۵۰۰) تنو سپرو سره را روان سو، کله چي مدینې ته رانژدې سو، په زرو اوبدل سوې جامه یې واغوستله او په ملغلرو ښکلی سوی تاج یې په سر کښېښود او خپلو ساتونکو ته یې فخر کوونکي او قېمتي جامې په تن کړې، بیا نو مدینې ته دننه سو. هیڅوک په کور کي پاته نه سو، حتی ښځي او کوچنیان هم د هغه د لیدني له پاره له کورونو څخه راوتلي وه.
څه مهال چي عمر رضي الله عنه ته راورسېدی، نو هغه ده ته ښه راغلاست ووایه او خپل ځانته ئې نژدې کړ.
د حج موسم سو، عمر رضي الله عنه هم حج ته ولاړی او جبله هم له ده سره ووتی.
د کعبې شریفي د طواف پر مهال ناڅاپه د بني فزاره له قبیلې څخه یو تن د ده پر جامو پښه کښېښوده. جبله په درد ورته وکتل او داسي لغته ئې وواهه، چي پوزه یې ور ماته کړه.
فزاري سړی غمجن سو او د هغه شکایت یې عمر رضي الله عنه ته ورسوی.
عمر رضي الله عنه هغه ته استازی ولېږه او ورته وې ویل :اې جبله! ولي دي خپل ورور په طواف کي وواهه او پوزه دي ور ماته کړه؟
هغه وویل: هغه زما پر جامو پښه کښېښوده، په الله سوګند که د حرم شریف بې قدري نه راتلی غاړه مي ور پرې کوله.
عمر رضي الله عنه وویل: اوس چي دي ومنل یا به هغه خوشحاله کوې او یا به ستا څخه بدله اخلو، هغه هم باید تا په لغته ووهي.
جبله وویل: هغه زما څخه بدله اخلي، په داسي حال کي چي زه باچا او هغه رعیت (ولس) دی؟
عمر رضي الله عنه وویل: اې جبله! اسلام ته او هغه یو شان کړي یاست او ته پر هغه هېڅ غوره والی نه لرې، مګر په تقوا او پرهېزګارۍ سره.
جبله وویل: نو زه نصراني کېږم؟
عمر رضي الله عنه وویل: «هر څوک چي خپل دین بدل کړي هغه باید مړ کړل سي».
که چیري نصراني سې، غاړه به دي پرې کړم.
جبله وویل: اې امیر المؤمنینه! تر سبا وخت راکړه؟
عمر رضي الله عنه وویل: سمه ده.
د شپې جبله او ملګري ېې مدینې ته وتښتېدل او له هغه ځای څخه قسطنطنیې ته ولاړه او نصراني سو.
ډېر وخت تېر سو… خوندونه ولاړه، افسوس او پېښمانۍ پاته سوې، د خپلي مسلمانۍ د وخت په سوچ کي سو، د لمانځه او روژې خوندونه یې یادول او د اسلام په پرېښوولو او شرک کولو څخه یې الله تعالی ته ډېري پېښمانۍ کولې او د خپلي پېښمانۍ په اړه یې بیتونه ویل.
همداسي پر نصرانیت پاته سو، تر هغه چي مړ سو.
هو، پر کفر مړ سو، ځکه الهي شریعت ته یې غاړه نه اېښوده او تکبر یې وکړ.
مأخذ: د هدایت پلوشې صـ۴۱

عبدالرحیم راشد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *