افغانستان

مجاهد: اداري فساد صفر ته رسېدلی

اسلامي امارت له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې حکومت په ټولو دولتي ادارو کې فساد له منځه وړل شوی او په غیردولتي سکتورونو کې هم د فساد د له منځه وړلو هڅې روانې دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له وا کمنۍ سره سم له فساد سره جدي مبارزه شوې او دا منفي پدیده یې صفر ته نږدې کړې.
ښاغلي الله مجاهد ویلي؛ د اسلامي امارت مسوولان له فساد سره مبارزې ته ژمن دي او دا لړۍ به نوره هم جاري ساتي.
هغه څرګنده کړه: «په تېر نظام کې دا غلط فرهنګ ډېره پراختیا درلوده؛ خو اوس يي مخنیوی شوی.»
د ماليي او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسوولان هم ويلي، چې په ټولو مالي او اقتصادي منابعو کې د فساد جرړې ایستلي او اوس هم له روان بهیر څخه منظمه څارنه روان ده.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي؛ د ماليې وزارت پر پوره پاملرنه په ټولو ګمرکونو کې له فساد سره جدي مبارزه روانه ده او د دې مبارزې حقایق ملت او نړیوالو ته هم څرګند شوي دي.
سوداګرۍ ګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي؛ «زه پر پوره ډاډ ویلی شم، چې د هېواد له ګمرکونو نیولې بیا ترمالیاتو، د کانونواو دولتي قرار دادونو په برخه کې تقریبا فساد ختم شوی.»
ډسمبر ۹ مه له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې سره سمون لري؛ دا ورځ داسې مهال رارسېږي، چې د هېواد خصوصي سکتور او عام ولس له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایي او وایي چې په هېواد کې د دې منفي پدیدې مخنیوی باید نور هم چټک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *