ادبشعرونه

مجاهد ته

ته ايمان لرې احاس لرې ژوندى يي
مجاهده ته د رب په نېز سړى يي
دغه نور ځوانان د نجونو په حساب دي
په فکري عقيدوي لحاظ خراب دي
ته يي نه ګورې چې ټوله ورځ لګيا دي
د شيطان په عاتونو مبتلا دي
نه صورت نه يي سيرت د مسلمان دى
نه يي فکر نه عادت د مسلمان دى
د انګرېز او د يهود نښې پکې دي
د سيکانو او هنود نښې پکې دي
له پښو نه آن تر سره شرمېدلى
په پردي په نره شرمېدلى
ډرامو او په سندرو باندې مړ دى
دا فکري غلام ډالرو باندې مړ دى
د لندن په جوارۍ باندې اخته دى
د کرکټ په مردارۍ باندې اخته دى
دا نه غرب ته جواب ګو دى نه د شرق دى
بس په ټي وي او مبايل باندې غرق دى
دا يواځې انګرېزۍ باندې ميين دى
دا د غرب په غلامۍ باندې ميين دى
د سنتو په لباس باندې شرميږي
په پتلون او نېکټايۍ باتدې ميين دى
د خالد بن وليد نه ناخبر دى
دحمزه غوندې شهيد نه ناخبر دى
د سلطان ايوبي تاريخ يي نه زده
د محمود غزنوي تاريخ يي نه زده
د ملالې ميوندۍ کيسه کې نه دى
د هېواد او خپدواکۍ کيسه کې نه دى
بس کرکټ کوي لوبغاړي وهي واه واه
بس تمامه ورځ رمباړې وهي واوا
د امت ډېرى ځوانان خـواران تباه دي
په نېشو او تماشو کې مبتلا دي
احساسات او ضميرونه د دوي مړه دي
دوي په ويښه د غفلت په خوب ويده دي
چې ترڅو دلته کفري مٶسسات وي
دوي به روږدي د يهودو په خيرات وي
په تعداد که د مچانو په شان زيات وي
بيا به هم کافر ته ټيټ سرونه مات وي
نو اى ګرانه طالبجانه مجاهده
زما زړه سترګې او ځانه مجاهده
نصرت غواړه له الله نه مجاهده
امت هيله لري تانه مجاهده
اى اتله قهرمانه مجاهده
د مظلومې خور سلګۍ غوږو کې ساته
څو ټپې د ملابۍ غوږو کې ساته
د خالد د تورې شرنګ درنه هېر نه شي
تربيت ګوره د جنګ درنه هېر نه شي
شعایرو باندې ننګ درنه هېر نه شي
را ولاړ شه او فاتح د فلسطين شه
اقصى خپله کړه سلطان صلاح الدين شه
ګلان راوړه کمربند کې له کاشغره
سمرقند کې دمه ګير شه زړووره
غرناطې ته په وربل کې ګلان کېږده
يو وار بيا داسې ځلانده تاريخ پرېږده
په خاموشو ممبرونو اذان وکړه
ټول امت ته د خوښيو اعلان وکړه
سپين بيرغ د اسپانيا په غرو رپاند کړه
يو وار بيا دغه سرکش جهان غلام کړه
له بدرنګې نړۍ ورکه بندرنګي کړه
انسانيت ښکلى په دين د الاهي کړه
د پتلون او نېکټايي څخه نيولې
ترېنه حذف عادتونه شيطاني کړه
لوى کالي کږه پګړۍ څڼې او ږيره
دا فرهنګ په نړۍ والو عملي کړه
چې جرآت څوک د ګناه کولى نه شي
هېڅوک هيڅ رنګ ناروا کولى نه شي
لويه ربه دا مغلوب امت غالب کړه
په نړۍ باندې حاکم مفتون طالب کړه

‏مفتون

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close