افغانستان

مجاهد: د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې بنسټه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ یو ځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د ټي ټي پي د پټنځایونو په تړاو شواهد ترلاسه کړي او معلومات یې د اسلامي امارت له چارواکو سره شریک کړي دي.د یاد وزارت ویاندې ویلي، اسلام اباد د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو څخه غواړي چې په افغانستان کې دننه د «ټي.ټي.پي» یا پاکستاني طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او پټنځایونه یې له منځه یوسي.بلخوا، د اسلامي امارت چارواکي وایي، که د پاکستان حکومت د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د پټنځایونو په تړاو شواهد له سرپرست حکومت سره شریک کړي، اسلامي امارت به ژر اقدام وکړي.د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو وویل:
«موږ دغه ادعاوې ردو، ځکه دغه ادعاوې تحقیقي نه‌دي. دوی که شواهد لري، موږ ته دې وښایي چې په کوم ځای کې دغه خلک موجود دي چې اعلاج وکړو. دغه موضوعات د اتهام په شکل ویل کېږي چې متاسفانه ګټه هم نه‌کوي.»د چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې اسلام اباد باید له کابل سره د اړیکو د ښه والي لپاره له دغه ډول ادعاوو لاس واخلي او له اسلامي امارت سره د تعامل د پیاوړي کولو په هدف مثبت ګامونه پورته کړي.د پوځي چارو شنونکی جنرال عبدالواحد طاقت وایي، د پاکستان حکومت له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې څو مخی سیاست لوبولی دی:«د پاکستان حکومت څلور مخه لري. یو مخ یې له انګلیس سره دی. بل مخ یې له امریکا او چین سره دی او یو مخ بیا له اسراییلو سره دی. موږ به د دوی کوم مخ ور پاک کړو. څه ډول له دوی سره خبرې وکړو چې ترڅو دوی قانع شي. یا دوی هغو ټکو ته متوجې او یا پوی شي.»د سیاسي چارو بل شنونکی شېردل پاڅون بیا وایي، د پاکستان وروستۍ بې‌بنسټه ادعاوې کولای شي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ سیاسي اړېکې لا زیانمنې کړي.«که دواړه هېوادونه د ګاونډیتوب اصول مراعت نه‌کړي، طبیعي خبره ده چې په اړیکو مخامخ اغېز کوي. په اوس‌مهال او راتلونکي کې اړیکې خرابولای شي. دغه کړنې نه د افغانستان په خیر دي او نه هم د پاکستان.»
تر دې وړاندې د پاکستان د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي وو چې په افغانستان کې مشروع حکومت نشته چې دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ذبیح الله مجاهد وویل چې په پاکستان کې د حکومتولۍ لپاره هوښیار رهبر ته اړتیا ده.
مخکې هم پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې له امریکا او ناټو څخه پاتې وسلې پاکستاني طالبانو ته په لاس ورغلې او د اسلام اباد پر ضد یې کاروي؛ خو دغه ادعاوې بیا بیا د اسلامي امارت له لوري رد شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *