راپورونه

مجاهد: نړۍ اوس له افغانستان سره تعامل ته نږدې شوې

نذیر منیب

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډې ته د اسلامي امارت تللی مرکچي پلاوی بېرته افغانستان ته را وګرځېد.

د دغه پلاوي مشر او د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، په دوحه کې د افغانستان په تړاو د جوړې شوې نړیوالې غونډې د پایلو په تړاو خبري غونډې ته وویل، له دغې غونډې یې دا درک کړه چې هېوادونه د فاصلې پر ځای له افغانستان سره ځانونه نږدې کوي ځکه نړۍ په افغانستان کې شوي پرمختګونه درک او منلي دي.ښاغلي مجاهد زیاته کړه: «پر ننګونو سربېره افغانستان په مختلفو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او چا ته منتظر نه دی پاتی شوی، له همدې امله نړۍ درک کړې، چې د واټن پر ځای د تعامل لاره خپله کړي».

د ده په وینا، د غونډې د برخه والو هېوادونو استازو په خپلو ویناوو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه یو په یو و منل.

د دوحې په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند او قطر ته د تللي مرکچي پلاوي مشر په خبره، افغانستان اوس په سیمه ییزه کچه ښه همکار هېوادونه لري «منزوي نه دی او د فشارونو او بندیزونو سیاستونه بې نتیجې دي» چې له هېوادونو سره د افغانستان د همکارۍ او اړیکو ټینګولو روحیه رامنځ ته شوې ده.

هغه وویل، د دوحې په غونډه کې یې نړۍ ته ښکاره کړه چې بشري موضوعات له سیاست څخه بېل وساتي ځکه دغه موضوع د افغانانو په ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.

د ۲۵ هېوادونو او د پنځه نړیوالو سازمانونو استازو په دغې نړیواله غونډه کې د افغانستان په تړاو دوه موضوعات مطرح کړل «دا چې هېوادونه څنګه د افغانستان د خصوصي سکټور پر مخ پراته خنډونه لرې کړي او په دغه هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې څه ډول مرسته وکړي».

ښاغلي مجاهد په دې اړه وویل، چې ګڼو هېوادونو د خصوصي سکټور د تقویت او پر مخ یې د شته خنډونو په لرې کولو، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او کروندګرو ته د بدیل معیشت په برابرولو کې له افغانستان سره د ملاتړ ژمنه وکړه.

د اسلامي امارت استازي په دې ټینګار وکړ، چې هېوادونه دې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پر برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

په دې اړه په قطر کې د سیاسي دفتر مشر او د اسلامي امارت مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین له غونډې وروسته رسنیو ته ویلي: «موږ د کوکنارو کښت بند کړی، که دوی له کروندګرو سره بدیلې همکارۍ وکړي او د روږدو درملنه وشي، موږ به پوه شو چې دوی ژمن دي که همکاري و نه کړي په دې مانا چې ژمن نه دي».

مجاهد په کابل کې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، چې د دوحې له دوه ورځنۍ اساسي غونډې پرته یې د نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو له استازو سره بېلابېلې غونډې درلودې.

د هغه په خبره، هغه هېوادونه، چې له افغانستان سره تعامل نه لري، د تعامل پیلولو بلنه ور کړل شوه.

مجاهد ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت به اجازه ور نه کړي، چې افغانستان د نړۍ تر منځ د سیاسي رقابتونو ډګر وګرځي، بلکې هڅه کوي هېواد یې د نړیوالو مرستو د جلب محراق اوسي او «د هېوادونو تر منځ د وصل نقطه وي؛ نه د فصل».

د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه وشوه، د دوحې د لومړۍ او دوهمې غونډې په خلاف دې غونډې ته د اسلامي امارت مرکچي پلاوی هم تللی و، چې مشري ذبیح الله مجاهد کوله.

د اسلامي امارت پلاوي په دغې غونډه کې د یادو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو غوښتنه هم  کړې، چې د مجاهد په وینا د ډېرو ګډونوالو هېوادونو په ځانګړي ډول د روسیې، چین، ایران، ازبکستان او ترکمنستان له کلک ملاتړ سره مخ شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button