افغانستان

مخکښو څېرو او شنونکيو د حکومت کړنې وستايلې

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي پرون سه شنبه د هېواد له مخکښو څېرو او سیاسي تحلیلګرانو سره کتلي او په بېلابېو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
ناسته کې سیاسي تحلیلګر حمیدالله هوتک، دوکتور محمد اسماعیل یون، محمد سلیم پيګیر، دوکتور جنت فهیم چکري، ډاکټر زکریا، ډاکټر معین ګل څمکنی، سعید داود هاشمي، ملا عبدالبصیر او د حمیم الله منګل په شمول ګڼو نورو څېرو او مخورو ګډون کړی وو.
د ناستې ګډون والو د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اوسنۍ تګلاره ستایلې ده.
دغو څېرو د اسلامي امارت له لوري د مخدره توکو مخنیوی، د سوالګرو ټولول، د معتادینو ټولول، د مهاجرینو د راتګ د چارو ښه تنظیم، د ادارو تنظیم او د امنیت ټینګښت ستر پرمختګونه بللي او دایې د هېواد په تاریخ کې بې ساری ښه مدیریت بللی دی.
شیخ محمد خالد حنفي په دغې لیدنه کې ویلي، چې هېواد کې به ټولې چارې د شریعت مطابق پرمخ وړل کېږي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد په چارو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي دغه راز د عصري او دیني علومو ترمنځ د واټن پر ختمولو ټینګار کړی، زیاته کړې یې ده، چې د هېواد د مخورو او روڼ اندو نیکو مشورو او اصلاحي نیوکو ته سترګې په لاره دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *