نړۍ

مدیترانې سمندرګي کې ۶۰ کډوال مړه شوي

ایټالیا ته نژدې په مدیترانې سمندرګي کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دې.
د بي بي سي د موندونو له مخې د پناه غوښتونکو دغه ډله له څو ورځو راهیسې په سمندر کې وه چې کابو ټولو ډوبو شویو پکې خپل ژوند بایللی دی.
دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې له لیبیا څخه اروپا ته ولاړ شي خو کښتۍ یې سیسلي ټاپو ته نږدې له ماتېدو وروسته ډوبه شوه.
د کښتۍ له ډوبیدو څخه ژوندې پاتې کسانو ویلي، چې د کښتۍ انجن درې ورځې وړاندې لا خراب و.
د راپورونو له مخې په دې پېښه کې ۲۵ مسافر ژغورل شوي هم دې.
د شمېرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې تر ۲۵۰۰ ډېر کډوال اروپا ته له رسېدو مخکې د مدیترانې په سمندرګي کې ډوب شوي دې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *