
مرستندویه موسسې دې زلزله ځپلو ته پروخت مرستې ورسوې
د اقتصاد وزارت چارواکو نن په هېواد کې د مېشتو کورنیو او بهرنیو موسسو له مسولينو سر د هرات له زلزله ځپليو سره د مرستو رسولو د څرنګوالي په تړاو مشورتي غونډه وکړه.
د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنیف په دغه غونډه کې وویل چې اسلامي امارت په ځانګړي ډول د اقتصاد وزارت په دغه پېښه کې ځان شريک بولي او د مرستو ډاډ ورکوي.
نوموړي همدارنګه وویل چې پر وخت د مرستو د رسولو او د دغه لړۍ د روڼتیا او منظموالي په موخه به ګړندۍ هڅې وکړي.
په ورته وخت کې د یاد وزارت د غیر دولتي انجو ګانو د انسجام رئيس مفتي اشرفي په دغه غونډه کې وویل چې يوازې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له کبله له ۱۳ څخه تر ۱۵ کلي په بشپړ ډول نړېدلي دي، چې شاوخوا ۳زره کورنۍ کېږي.
د نوموړي په خبره تر دې دمه سلګونه خيمې او د لومړنيو مرستو کيټونه زلزله ځپليو سيمو ته رسول شوي دي.
په ورته وخت کې په هېواد کې د مېشتو نړیوالو او کورنیو موسسو مسولینو په دغه غونډه کې ډاډ ورکړ، چې په ټول توان سره به د زلزله ځپلیو کورنیو سره د مرستو رسولو په موخه کار وکړي.
دوی ډاډ ورکړ، چې نړیوالې موسسې د هېواد په لوېدیځ زون په ځانګړي ډول هرات ولایت کې په کافي اندازه خوراکي توکي، درمل او د سرپنا لپاره خیمې لري او ژر تر ژره به يې د ورستۍ زلزلې له کبله زیانمنو شویو کورنیو ته ورسوي.
دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې د سروې په ټیمونو کې دې ښځینه کارکونکو ته د فعالیت اجازه ورکړي، ترڅو زیانمنې شوې کورنې مشخصې او مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت چارواکو د یادو مسسو مسولینو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، چې د مرستو رسولو لړۍ د ښې همغږۍ او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یاد وزارت یوه کمېټه هرات ولایت ته واستول شي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال د يادونې وړ ده، چې تېر کال په پکتیکا او خوست ولايتونو کې هم زلزلې د درنو مالي زیانونو ترڅنګ د سلګونه کسانو ژوند واخیست او زرګونه نور یې ټپیان کړل.