سرمقالې

مسؤلین باید اخلاص، خواخوږي او د خدمت کولو جذبه ولری

څرګنده خبره ده چې افغان مؤمن ملت ترڅلور څلوېښت کاله اوږدې مبارزې، سرښیندنو، کړاوونو او بې سارې قربانۍ وروسته دنړۍ د ختیځ او لویدیځ له خورا ځواکمنو یرغلګرو خپل هېواد را خلاص او بشپړه خپلواکي او د هېواد پر ټوله جغرافیه کاملا ملی حاکمیت ترلاسه کړ، نو دغه بریا باید چې د روانې پېړۍ له یوې سترې معجزې کمه ونه ګڼل شي- دا یوه داسې عظیم الشانه فتح ده چې نه یوازې د افغانانو لپاره ستر او تاریخی ویاړ دی، بلکې د ګردې اسلامی نړۍ او مسلمان امت لپاره هم سرلوړي ده- دا بېله خبره ده چې نړیوال زموږ دغې کامیابي ته تبلیغاتي پوښښ نه ورکوي، لازیاتی داچې ناورین او فاجعه یې بولي- البته لامل یې طبعا دلمر په څېر ښکاره او څرګند دی، یعنی دهغوی دمداخلو مخنیوی، دلته يې ماتېدل او تر سره شوې خوارۍ یې صنایع کېدل!- خو بل پلو موږ افغانان په خپلو سترګو د خپل هېواد ټول واقعیتونه په روښانه توګه وینو او باوري یو چې شکر دی هغه سورغاړی پرنګی موله هېواد ورک شو چې موږ یې له څنګه هم نه شوای تېریدلی، هغه چې د افغانانو پرناموس، دینی او ملی ارزښتونو او مقدساتو یې ملنډې وهلې او زموږ په هر ډول شتمنیو کې یې ښکاره واکداري کوله- دا دی اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې هر ډول واک خپله د افغانانو په لاس دی- نه په سیاست کې څوک جبراً را باندې تپل کیږي، نه په ادارو کې پردي مشاورین اونه په قضا او محاکمو کې پردي قوانین او فرمایشات.
اوس دلته په ناحقه د هیڅ افغان سپکاوی د زغملو نه دی، ټول دیني او ملی ارزښتونه خوندي، د ناموس پت او د مقدساتو درناوی لازمي او د ملی ګټو او بیا رغونې لپاره حکومت او رعیت چمتو ولاړ دی- حقیقت دادی چې زموږ لکونو ځوانانو فقط دهمدې ارمان لپاره خپل سرونه ورکړل او د ملت وړو- زړو د همدې لپاره دا څلورڅلوېښت کاله پر بې شانه مصایبو ، محرومیو اوغمو نو باندې صبر و کړ- بنا پر دې اوس نو د هر افغان ایماني، ملی او وطني فریضه، مسؤلیت او مکلفیت دی چې ترلاسه شوې کامیابي د څښتن تعالی یوه ډېره لویه پېر زوینه و بولي، شکر او قدریې وکړي او د ساتنې او دوام لپاره یې شپه ورځ داسې بیدار او حساس اوسي لکه په کومه غلګنه سیمه کې چې سړی پر خپلو جیبونو پام کوي- په دې توګه دا مهال د افغانانو لپاره ترټولو غوره جهاد بس همدادی چې دخپل موجوده اسلامی نظام د لاټینګښت، اصلاح او بقا لپاره ملاتړي اوسي- خو دا حقیقت هم پرخپل ځای چې په دې هکله تر عوامو د حکومت او خواصو ذمه واري څو برابره زیاته ده- مطلب دا چې که مشران چارواکي په رښتیني ډول خپلې مبارزې د خدای(ج) د رضا لپاره بولي نو په کار ده چې نفسي غوښتنې، هو سپالنې، مادي ګټې، شهرت موندل او نور امتیازات ترلاسه کول یومخ له زړه وباسي، ځکه ددې نظام ساتنه داسې نه کیږي چې یوازې د مخالفینو خولې او لاسونه ور وتړل شي او سزا ګانې ورکړل شي، بلکې حقیقی ساتنه یې په دي ډول ممکنه ده چې په مسؤلینو کې ایمانداري، اخلاص، خواخوږي او د خدمت جذبه موجوده وي- ځکه په دې کې هیڅ شک نشته چې که مشرانو کې یاد صفات شتون ولري نو بیا الهی نصرت حتمی دی- دانصرت بیا د عوامی اطاعت او ملاتړ په شکل را څرګندیږي او ګردو سرکاري مامورینو کې د مشرانو په څېر د اخلاص، ایثار او جدیت احساس را ژوندی کوي- په دې اساس لازمه ده چې هر با احساسه مؤمن افغان او په تېره لویان مسؤلین همېشه دې ته متوجه وي چې اوس د لوی او قادر خدای په خورا ستر ازمیښت کې راغلي نو خدای(ج) دې نه کړي چې د شیطان په لمسون د فاني امتیازاتو، چوکیو، موتړو او پیسو ګټلو په شوق کې یې ټولې پخوانۍ هلې ځلې، کړاوونه او مجاهدې هم په خړو اوبو لاهو، راتلونکی اخروي او ابدي ژوند یې هم برباد او ډېر ژر یې دلته هم د واکمنۍ موجوده دوران بالاخره په شرمندګۍ او بدنامۍ پای ته ورسیږی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *