لیکنېمقالی اوتبصرې

مسؤل چا ته وايې ؟ او د مسؤل تعامل او چلند له خپل رعيت او مامورينو سره

الحمد لله رب العالمين الذي بعث رسوله بالخلق العظيم وجعله رائدا للدين ومؤسسا ورئيسا للدولة الإسلامية في مدينة المخلصين وسائسا وقائدا لمصالح المسلمين،والصلوة والسلام على من أتم مكارم الأخلاق، وأمر بها إلى الحكام والمحكومين وجعلها من أعمال الجنة وكمال الإيمان ونصف الدين،وعلى آله وأصحابه الذين هم قدوة الأمة في السياسة والحكم إلى يوم الدين.
وبعد:
۱ـ ايا تاسې انګېرلې وه چې موږ با بيزه پیدا کړي یاست او زموږ لوري ته تاسې هيڅکله راګرځيدل نشته)
۲- ایا انسان داسې انګېرلې ده چې په همداسې حال به پرېښودل شي.
۳ـ دا زموږ تياره کړې عملنانه ده ، چې پرتاسې سمه صحیح شاهدي وايي.
(مسؤل تعريف) د ديوبند د حديثو او ادبو استاذ مولانا وحيد الزمان داسې ليکلي دي (المسٶلية) ﺫمه داري او حاکم ته جواب ويل مسٶليت دي. علماء کرامو د مسٶليت مختلفې معاني ﺫکر کړې دي اول: (کون الفرد مکلفا بأن يقوم ببعض الأشياء بأن يقدم عنها حسابا إلى غيره) مکلف کيدل د فرد دي په بعضو امورو کې او بل کس ته حساب وړاندې کول. دويم:(الشعور بأداء الواجب،والإخلاص في العمل) ددې احساس كول چې ﺯه واجب ادا کوم او ورسره اخلاص فى العمل هم . (مسٶليت د احساس فايدې) د مسٶليت احساس ډېرې فايدې لري،چې څه فايدې علامة صالح ملوحي په لاندې ډول ﺫکر کړي دي. اول:(تشعر بوجوب أداء الأمانة أمام الله وأمام الناس) ددې احساس کول چې دا واجب امانت ﺯه ادا کوم د خلکو مخکې او دالله(ج) مخکې.دويم: (الإخلاص في العمل والثبات عليها) په کار کې اخلاص کول او په هغې کلک او مستقيم دريدل. دريم:(کل مسؤل بقدر استطاعة تحمله،ولايخلو أحد من المسؤلية مهما قلت منزلته في المجتمع) هر يو مسؤل به د خپل طاقت په انداﺯه بوج اوچتوی او هيڅ يو کس د مسٶليت نه خالې نه دی اګر که د هغه په ټولنه کې مقام او رتبه ټيټه ده. (د رعيت او مامورينو او لاندې حاکمانو سره د اولاد په شان تعامل کول) اداري مسٶل به د رعيت او مامورينو او د خپلو لاندې حاکمانو سره به دخپل اولاد په شان تعامل کوي. لکه څرنګه چې پلار خپل اولاد ته د ديني او دنيوي ترقۍ اسباب برابروي،په هغوی شفقت کوي، دهغوی ضروريات پوره کوي، د هغوی اصلاح کوي،هغوی ته بخشش کوي او ادبي سزا ورکوي نو همدارنګه به د اداري مسٶل د خپلو لاندې رعيت او مامورينو او حاکمانو سره سلوک کوي. (د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- سنت) کله چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم- حضرت معاﺫ بن جبل-رض- يمن ته وليږه نو د يمن خلکو او ده ته يې يو تعليمي خط ورکړی چې په هغه کې يې دا هم ليکلي وو: (أن يکون لهم أبا رحيما) ته به يې د خپل رعيت او مامورينو سره مهربان پلار يې .(دحضرت ابوبکر صديق -رض- اثر) کله چې حضرت ابوبکر صديق-رض- حضرت عمرو بن العاص-رض-شام ته ليږه نو په وصيتونو کې يې دا هم ورته وويل: (کن والدا لمن معك) ته به خپل رعيت او مامورينو سره د پلار پشان سلوک کوې.

تسليم الله حقاني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close