سرمقالې

مساجد او مدارسو ته باید بشپړه پاملرنه وشي

موږ باید د خپلې ټولنې عقاید، انګېرنې، افکار، تمایلات او ټول واقعیتونه درک کړو- مثلاً دلته یو لوی حقیقت دادی چې زموږ هر فرد ډاکټر، انجنیر، سوداګر، کروندګر او هر بل کسب ګر او بې هنره ګرد سره د خپلو خپلو ملایانو مقتدیان دي او بیا همدا ملایان د هېواد واکمن او د اسلامی نظام د نفاذ او ټینګښت ذمه واران. له بلې خوا جوماتونه هم یوازې د مسلمانانو د پنځه وخته لمنځونو د راغونډېدو او جماعت لپاره نه بلکې د جمعې لمانځه، تراویحو، ختمونو، مشورو، اعتکافونو، وعظونو او بېلابېلو مناسبتونو په اړه د سترو غونډو مراکز هم دي- دا هم معلومه ده چې د هر کلي خلک خپل خپل جومات او خپل امام لري چې په همدې مناسب بیا د یاد کلي واړه، زاړه، نارینه او ښځینه د خپل امام عزت، خدمت او درناوي پر ځان ضروري او لازم بولي- پاتې شوې مدرسې نو دا خو طبعاً د علماؤ او دیني لارښوونکو روزنتونونه دي چې له نېکه مرغه د هېواد په لروبر او کلي په کلي په وړه یا لویه کچه ښکاره شتون لري او د همدغو مقتدیانو اولادونه پکې درسونه لولي، دراتلونکې لپاره روزل کیږي او د خپل هېواد او مسلمان ملت مشرتوب او قیادت ور په غاړه کېږي. زموږ اصلي مقصد دادی چې زموږ جوماتونه او مدرسې چې ددې مؤمن ملت له مقدساتو ګڼل کېږي، پرته له شکه د حکومت او رعیت ترمنځ د یو پله او محکم مزي حیثیت لري. له همدې کبله د واک او اقتدار څښتنان کولی شي له همدې لارې خپل رعیت سره اړیکې نږدې او د هغوی اعتماد او باور تر لاسه کړي- البته د دې هدف ترلاسه کولو لپاره دا شرط انتهايي ډېر ضرور دی چې یادو مراکزو ته بشپړه پاملرنه وشي- خو له بده مرغه موجوده وضعیت داسې دی چې د حکومت په رسمي دوایرو کې نسبتاً د لوړو معاشاتو او ښو امکاناتو په وجه د هېواد له ګردو مساجدو او مدارسو ټول پیاوړي، نامتو او با استعداده امامان، استادان او خطیبان راوتلي او د حکومت بېلابېلو څانګو کې په کار ګمارل شوي. نتیجه دا شوه چئ ترشايي د امامت خطابت او تدریس مراکز عموماً داسې کسانو ته پاتې دي چې که څوک لږ په غور ځان ترې خبر کړي، په چیغو چیغو به ورته وژاړي- دلته د یادونې یوه بله موضوع دا هم ده چې که د نوي نظام له راتلو سره حکومت د جوماتونو او مدارسو په جوړولو لاس پورې کړی نو بل لورته په عوامي کچه ځینو موقع پرستانو هم د یو تجارت او کاروبار په توګه دې چارې ته لاس اچولي- تردې چې اوس کلي په کلي او ګام پر ګام د چندو راغونډولو نارې اورېدل کېږي- خو چې له کیفیته یې وپوښتل شي نو پرته له افسوسه بل څه نه شي ویل کېدی. لنډه دا چې حکومتونه له ټولنې جوړیږي، که ټولنه ښه وروزل شوه راتلونکی هر حکومت به یې نېک او صالح وي او کنه سباني واکمن به یې طبعاً له سلو فسادونو او شرارته ډک وي- نو راځئ دا فرصت مه ضایع کوئ!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *